مونیخ کنفرانس؛ طالبان دې له ښځو سره د بشر ضد جرم ګڼل کېدونکی سیستماتیک څار ودروي

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

د جرمني له مونیخ څخه د سږ کال د نړیوال امنيتي کنفرانس په څنډه کې د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي چې له جنسيتي پلوه هغه سیستماتیک څار ودروي چې د بشر ضد جرمونه ګڼل کېدی شي.

د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لېختن‌اشټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته هم اشاره کړې او د دغو نیول شوو مېرمنو د سملاسي خوشي کولو د غوښتنې تر څنګ يې په افغانستان کې د نجونو او ښځو بنسټیزو حقونو ته خپل جدي تعهد ښودلی.

دوی ویلي، د تېر کال له ورته کنفرانس راهیسې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کولو کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی او دوی يې پر ښځو د لګولو بېلو محدودیتونو له امله په نړیواله کچه د بشري حقونو د یوه تر ټولو ناوړه حالت مسؤل بللي.

دغو وزیرانو پر طالب چارواکو غږ کړی چې نړیوال بشري قانون مراعات کړي، په تېره بیا د بشري حقونو او د توکمیزو او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه خوندي کړي او هغه محدودوونکې پرېکړې بېرته واخلي چې په نړۍ کې په بې بېلګې ډول يې د ښځو او نجونو حقونه ترړولي.

په دې ویناپاڼه کې په تېره بیا پر طالبانو غږ شوی چې په منځنیو ښوونځیو کې له نړیوالو معیارونو سره سم افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.

دغو وزیرانو نړیواله ټولنه مکلفه بللې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو او بشر حقونو ته پام وکړي او د تر پښو لاندې کېدو مخنيوي ته يې په خپل لاس کې شته لارې چارې وکاروي او د افغانستان او سیمې په مخکې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو په څېر د ننګونو حلېدل یې هم د یوې اړتیا په توګه یاد کړي.

دوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو لخوا د افغانستان د نړیوالو تعهداتو پوره کېدل او د بشري حقونو خوندي کېدل په نړیوال سیستم کې د افغانستان د دولت د ورګډولو لپاره د مخکې شرط په توګه وساتي.

تېر کال د مونیخ امنیتي کنفرانس په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه بیانيه کې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په کلکه غندلي وو او د ښځو د حضور په ځانګړي ډول په مرستندویه موسسو کې یې د کار د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

په دې اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی و چې "یوازې په هغه ځای کې چې ښځې خوندي وي، نو ټول خوندي دي."