مونیخ کنفرانس؛ ښځینه بهرنیو چارو وزیرانې وايي د افغان مېرمنو په پلوي ولاړې دي

د مونیخ امنیتي کنفرانس په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوې بیانيې کې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په کلکه غندلي او د ښځو د حضور په ځانګړي ډول په مرستندویه موسسو کې یې د کار د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی چې "یوازې په هغه ځای کې چې ښځې خوندي وي، نو ټول خوندي دي."

د البانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، آیسلنډ، کوسوو، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو چې ټولې ښځې دي، نن د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي چې "موږ، د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په ګډه د ۲۰۲۳ مونیخ امنیتي کنفرانس کې، د عامه ژوند له ټولو برخو څخه د ښځو د بې برخې کولو په تړاو د طالبانو هڅې غندو."

اعلامیه زیاتوي، "د طالبانو په حکومت کې ښځې په پارکونو کې له ګرځېدو منع شوې دي، د تلویزون پر پرده نه را څرګندېږي، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زدکړو له حقه بې برخې شوې او اوس د بشردوستانه چارو په برخه کې له مرستندویه چارو هم منع شوې دي."

دوی دا هم ویلي چې " طالبانو له ټولنې د افغانستان د نیمایي برخې په ایستلو سره، له بشري حقونو تر ټولو جدي سرغړونه کړې او دوی د ټول هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي."

د بهرنیو چارو دغه ښځینه وزیرانو وویل؛ "موږ په ګډ او یوه غږ غواړو چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه دې لیرې شي، په ځانګړې توګه د بشري مرستو رسولو په برخه کې چې د افغانستان ښځينه، ماشومان او نارینه اړتیا ورته لري ځکه په دې برخه کې د دوی رول مهم دی."

د مونیخ امنیتي کنفرانس ته د طالبانو د حکومت کوم استازی نه دی بلل شوی، خو د افغان مېرمنو په استازیتوب مدني فعاله محبوبه سراج او د افغانستان د دفاع وزارت پخوانۍ مرستیاله منیره یوسف زاده وربلل شوي دي.