امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ویلي، چې هېواد د افغانستان له لوري د اوبو ورخوشي کولو او له هلمند سینده د اوبو حق غوښتونکی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت له لوري د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویل شوي، امیر عبداللهیان له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي: ''د افغانستان له لوري د اوبو ورپرېښوول، او د ایران اوبو حق په عملي بڼه ورکول د ایران اسلامي جمهوریت جدي غوښتنه ده او دا موضوع پر خپلمنځي اړیکو اغېز لري.''

د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: ''د ایران حقابې (د سیند په اوبو کې حق) نه ورکولو له کبله چې د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د وچکالۍ کومې ستونزې رامنځته شوې، د اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر دې ستونزو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه، چې افغان لوری به هم د اوبو راخوشي کولو او سیستان ته رسېدو کې لازم اقدامات وکړي.''

د ایران بهرنیو چارو وزارت دغه راز د ایراني پوله ساتو ځواکونو او طالبانو تر منځ د پولې اوږدو کې تاوتریخوالي او شخړو ته په اشارې سره دا هر څه د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو لړ کې منفي عوامل بللي او په وینا یې ''د ګډې پولې په اوږدو کې امنیت ته ژمنتیا زموږ لپاره سره کرښه ده.''

د یادونې ده، چې تېره یکشنبه هم په ځینو رپوټونو کې ویل شوي و، چې د ایراني امنیتي ځواکونو او طالبانو امنیتي کسانو تر منځ د پولې اوږدو کې نښته شوې او د یوه کس وژل کېدو خبره هم شوې وه.

د افغانستان او ایران تر منځ ۱۳۵۱ کال کې د افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست په دې هکله وايي:

''واقعیت دا دی، چې پروسږکال د دې هوکړې او د اوبو کچې برعکس هغه اوبه چې زموږ خاور ته ورسېدې له نژدې ۲۷ میلیونه متر مکعبه زیاتې نه وې. دا له څو ځله اوبو پرېښوولو وروسته همداسې وه، دا د هغې هوکړې او د هغه څه تر منځ چې ترسره شوي، یو لوی توپیر او ژوره تشه ده.''

بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد د ایراني دیپلومات دې څرګندونو ته ځواب کې طلوع نیوز خبري شبکې ته وویل، افغانستان له ایران سره د اوبو هوکړې ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه: ''موږ د ۱۳۵۱ کال له هوکړې سره سم له هلمند سنده اوبه ایران ته ورکړې او په راتلونکي کې هم له هغې هوکړې سره سم د اوبو حق ورکولو ته ژمن یو.''

هلته په ایران کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، سیستان، بلوچستان ته د ایران بهرنیو چارو وزیر د سفر خبره کړې.

د نوموړي په وینا د دې سفر هدف د ځايي چارواکو په ګډون په هلمند سیند اوبو کې د اوبو حق په هکله بحث کې ګډون دی.