تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان له نيوزيلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
د افغانستان کرېکټ بورډ له نيوزيلنډ سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو ۱۶ کسيز ټيم اعلان کړی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، غوراوي کمېټې د لوبغاړو د "ځلېدو او فعالیت" پر بنسټ د لوبغاړو نوملړ غوره کړی دی.
له يوې اوونۍ زياتې مودې راهيسې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ ۲۰ کسيزه لوبډله د تمريناتي کمپ لپاره هند ته تللې چې اوس ترې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې ۱۶ تنه لوبغاړي د نيوزيلنډ پر وړاندې سيالۍ ته غوره کړي دي.
په دې لوبغاړو کې حشمت الله شهيدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمک، رياض حسن، افسر ځاځي، اکرام علي خېل، بهير شاه محبوب، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، شمس الرحمان، ضياالرحمان اکبر، ظاهر خان پکتين، قيس احمد، خليل احمد او نجات مسعود شامل دي.
د افغانستان په کوربتوب د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سيالۍ د سپتمبر پر ۹ د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې کېږي.
د يادولو وړه ده چې د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګوربز او مجيب ځدراڼ د نیوزيلنډ پر وړاندې سيالۍ کې نشته.
دا لومړی ځل دی چې نيوزيلنډ له افغانستان سره ټېسټ سيالي کوي. که څه هم نيوزيلنډ پیاوړې لوبډله ده، خو په تېر شل اوريز نړيوال جام کې يې افغانستان ته لوبه وبايلله.
افغانستان تر دې مهاله ټولې اته ټېسټ لوبې کړې چې دوې يې ګټلې، پنځه یې بايللې او يوه بې پایلې ختمه شوې ده.
افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۱۴ مه نېټه له هند سره کړې ده.
د نيوزيلنډ پر وړاندې له يوازنۍ ټېسټ لوبې وروسته افغانستان په همدې سپټمبر مياشت کې له جنوبي افريقا سره په متحده عرب اماراتو کې يو ورځنۍ لوبلړۍ لري.