تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو کرېکټ شل اوریز نړيوال جام؛ څوک له چا سره، کله لوبېږي؟
ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د ایسيسي د ښځينهو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لوبې د راروانې اکتوبر میاشتې پر درېيمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.
نوی مهال وېش یې د اګست پر ۲۶مه نېټه اعلان شو.
په پام کې وه دغه لوبې په بنګله دېش کې ترسره شي خو هلته تر وروستي تاوتريخوالي او سیاسي جنجالونو وروسته د اګست پر ۲مه پرېکړه وشوه چې دا سیالۍ به اوس په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
په کوم ګروپ کې څوک دي؟
د ۲۰۲۴ کال د ښځینهو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې ټولټال لس لوبډلې ګډون کوي چې پنځه پنځه لوبډلې پر (اې) او (بي) ګروپونو یا ډلو پکې ويشل شوې دي.
په اې ګروپ کې: اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، پاکستان او شريلنکا دي.
په بي ګروپ کې: بنګله دېش، انګلنډ، سکاټلنډ، جنوبي افریقا او ويسټ انډيز لوبډلې دي.
د دواړو ګرپونو مخکښې او بریالۍ لوبډلې به نیمه پایلوبو ته لار کوي.
د ښځينهو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۹ کې په انګلنډ کې ترسره شو او سږ یې نهم وار دی.
دا لوبې به د راروانې اکتوبر میاشتې پر درېيمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.
د دغو لوبو تېر جام اسټرالیا ګټلی و چې په پایلوبه کې يې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.
څوک له چا سره لوبې لري؟
د اوسني مهالوېش له مخې د دغه جام لومړۍ لوبه د اکتوبر پر درېيمه نېټه کېدونکې ده چې په ځينو ورځو دوه او په ځينو یوازې یوه لوبه کېږي.
د اکتوبر ۳مه:
- بنګله دېش-سکاټلنډ
- پاکستان- شريلنکا
د اکتوبر ۴مه:
- جنوبي افریقا-ويسټ انډيز
- هند-نيوزيلنډ
د اکتوبر ۵مه:
- بنګله دېش-انګلنډ
- اسټرالیا-شريلنکا
د اکتوبر ۶مه:
- هند-پاکستان
- ويسټ انډيز-سکاټلنډ
د اکتوبر ۷مه:
- انګلنډ-جنوبي افریقا
د اکتوبر ۸مه:
- اسټرالیا-نيويلنډ
د اکتوبر ۹مه:
- جنوبي افریقا-سکاټلنډ
- هند-شريلنکا
د اکتوبر ۱۰مه:
- بنګله دېش-ويسټ انډيز
د اکتوبر ۱۱مه:
- اسټرالیا-پاکستان
د اکتوبر ۱۲مه:
- نيوزيلنډ-شريلنکا
- بنګله دېش-جنوبي افریقا
د اکتوبر ۱۳مه:
- انګلنډ-سکاټلنډ
- هند-اسټرالیا
د اکتوبر ۱۴مه:
- پاکستان-نيوزيلنډ
د اکتوبر ۱۵مه:
- انګلنډ-ويسټ انډيز
د اکتوبر ۱۷مه:
- نيمه پایلوبه (اې۱-بي-۲)
د اکتوبر ۱۸مه:
- نیمه پایلوبه (بي۱-اې۲)
د اکتوبر ۲۰مه:
- پایلوبه
یادونه: ښايي په اوسني مهالوېش کې بدلون راشي چې بيبيسي يې پر وړاندې مسؤله نه ده.
د مهالوېش له مخې ښکاري چې دوه سر سخته مخالفې لوبډلې پاکستان او هند د دغه نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې یو ځل بیا سره مخامخ دي او ټاکل شوې لوبه یې د اکتوبر په شپږمه وشي.
د یادولو ده چې د ښځينهو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام له ۲۰۰۹ راهیسې انګلنډ او ويسټ انډيز یوازې یو یو ځل خو اسټرالیا شپږ ځلې ګټلی دی.
د تېر ۲۰۲۳ نړیوال جام هم اسټرالیا ګټلی و او اوس به یې دفاع کوي.