تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو شل اوریز کرېکټ نړېوال جام سبا 'جمعه' پیلېږي
ټاکل شوې سبا جمعه د ښځو د شل اوریز کرېکټ اتم نړیوال جام په سویلي افریقا کې پیل شي.
دا لوبې به د فبرورۍ له لسمې تر ۲۶مې نیټې روانې وي.
د نړیوال جام د پرانېستې پر لومړی ورځ د کوربه سویلي افریقا او شري لنکا تر منځ لوبه پلان شوې.
پدغه نړیوال جام کې د پاکستان، بنګله دېش، سویلي افریقا، شري لنکا، ایرلنډ، انګلنډ، وېسټ انډيز، هند، نېوزېلنډ، او اسټرالیا په ګډون ټول ټال لس لوبډلې یوه له بل سره د اتلولۍ ګټلو لپاره د الف او ب په دوه ګروپو کې سیالۍ کوي.
دا نړیوال جام له ۱۹ کلونو څخه د کم عمره نجونو نړېوال جام سره په توپیر د کرېکټ نړېوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو تر منځ دی، خو افغانستان کې د ښځو کرېکټ لوبډلې د نشتون له کبله د دغه نړېوال جام برخه نه ده.
د الف او ب په هر ګروپ کې پنځه-پنځه لوبډلې دي او ټول ټال ۲۰ سیالۍ پکې کېږي.
د کرېکټ نړېوالې شورا د مهالوېش له مخې د فبرورۍ په ۲۳ او۲۴ نیمه پایلوبه او د همدې میاشتې پر ۲۶مه بیا د دوه مخکښو لوبډلو تر منځ پایلوبه پلان ده.
دوه اوونۍ وړاندې ۱۹ کلونو څخه د کم عمره نجونو کرېکټ نړېوال جام هم په سویلي افریقا کې وه.
د کم عمره نجونو نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلو ګډون درلود او په پایلوبه کې هندي نجونو د انګلنډ کم عمره نجونو ته ماته ورکړه او لومړۍ نړیوال جام یې پخپل نوم کړ.
د سړیو او ښځو د کرېکټ شل اوریز نړیوال جامونه په هرو دوه کالونو کې کیږي.
تېر ځل د ښځو د نړیوال جام اتلولي اسټرالیا ګټلي وه، چې لوبډله به یې اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.