پاکستان کرېکټ: یوازېنۍ خوښي هم لاړه

له بنګله دېش څخه په دوو ټسټ لوبو کې له پرله پسې ماتیو وروسته د پاکستان په کرېکټ لوبډلې په کور دننه نیوکې ډېرې شوې دي.

په پینډۍ کې د بنګله دېش له خوا په دویمه ټسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې په دې مانا شوه چې په لومړي ځل یې له دغه سیاله د کرېکټ د دغې بڼې لوبلړۍ وبایلله.

پاکستان ته تر راتګ وړاندې ښايي خپله د بنګالي مینه والو ګومان هم دا و، چې لوبې به بایلي. دلیل یې هم تېر ریکارډونه وو. پاکستاني غاړه هم غره وه، په خپل کور، خپلو لوبغاړو او تېزو بالرانو نازېده.

د یوه پخواني پاکستاني لوبغاړي باسط علي له خولې خو ان دا وویل شول چې بنګله دېش به یوازې باران ژغوري. خو برعکس بنګله دېش دومره برلاسی شو چې خپله پاکستانیانو د دویمې ټسټ لوبې په وروستۍ ورځ باران ته لاس لپه کړی و.

"لوی شرم"

د پاکستان مخکېني لوبډلمشر او د کرېکټ بورډ مشر رمیز راجا له بنګله دېشه په خپل کور د لوبلړۍ دوه صفر بایلل "لوی شرم" وباله. په خپل یوټیوب کانال کې د خبرو پر وخت رمیز راجا وویل د پاکستان منډه جوړونکي تېز بالېنګ، شارټ پېچ او باونسر نه شي لوبولی.

د کرېکټ دغه مبصر د پاکستان د لوبډلې په غوراوي هم نیوکې درلودې، ویل یې نسیم شاه چې سرعت یې ډېر دی په دویمه ټسټ لوبه کې نه دی لوبول شوی او داسې بالران لوبېږي چې سرعت یې في ساعت له ۱۲۵ نه دی پورته شوی.

د پاکستان یوه بل مخکیني لوبغاړي سکندر بخت په لوبغاړو او د هېواد په کرېکټ بورډ نیوکې وکړې.

ده له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې لوبغاړي په ماتې خوړلو "د شرم احساس نه کوي".

خو پخوانی تېز بالر وقار یونس بیا وايي د پاکستان کرېکټ په هغې ناروغۍ اخته دی چې رغېدل یې وخت غواړي.

وقار یونس وایي حوصله، صبر او پرله پسې کار ته اړتیا ده چې د پاکستان کرېکټ بېرته سم شي.

تېر څو کلونه

دا یوازې له بنګله دېش سره روانه لوبلړۍ نه ده چې پاکستاني مینه وال یې خپه کړي دي.

د ۲۰۲۳ کال په نړیوال یوه ورځني جام او د ۲۰۲۴ کال په نړیوال شل اووریز جام کې هم د پاکستاني لوبډلې خرابې لوبې د مینه والو غوسه لوبغاړو ته ډېره کړې وه.

د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې پاکستان له خپلو ګاونډیو هند او افغانستان لوبې وبایللې او نیمه پایلوبې ته ونه رسېد.

د ۲۰۲۴ کال په شل اووریز جام کې د پاکستان لوبډلې ان له امریکا وبایلله چې کرېکټ پکې ډېر نه دی غوړېدلی.

په ټسټ لوبو کې هم دا یوه لسیزه شوه چې د پاکستان ریکارډ ښه نه دی.

له ۲۰۱۵ کال څخه راهیسې پاکستان ۷۱ تسټ لوبې کړې دي چې یوازې ۲۷ یې ګټلي او ۳۴ یې بایللې دي.

په تېرو پنځو کلونو کې له ۳۱ ټسټ لوبو پاکستان په ۱۴ کې ماته خوړلې ده. په خپل کور یې له انګلنډ څخه درې صفر او دا اوس یې له بنګله دېشه لوبلړۍ دوه صفر وبایلله.

پاکستان چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ځینو په ګومان سیاسي ثبات یې ټکنی دی او نا امنۍ پکې ډېرې شوي، د لوبو د مینه والو او ځینو مخکینیو لوبغاړو په وینا یوازې همدا کرېکت دی چې خوښي وربخښي خو که پام ورته ونه شي د دوی په وینا ښایي همدا خوښي هم ترې لاس واخلي.