تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کرېکټ بورډ د نولس کلنو او الف لوبډلې تمریناتي کمپ لپاره نوملړ اعلان کړی
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د تر نوولس کلنو کم عمره او الف (ابدالیان) کرېکټ ملي لوبډلو لپاره نوملړ اعلان کړل.
د تر نوولس کلنو کم عمره لپاره ۲۹ کسیز نوملړ اعلان شوی دی، چې تر ډېره نوي نومونه پکې لیدل کېږي او بشپړ مهالوېش هم ورته ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، ټاکل شوې دغه لوبغاړي د ۲۰۲۴ کال له اګست د ۲۰۲۵م کال تر اپرېل میاشتې په تمریناتي او روزنیزو کمپونو، له پاکستان، عربي متحده اماراتو سره د درې اړخیزو، نیپال سره د دوه اړخیزو لوبلړیو او د اسیا جام سیالیو په ګډون په ګڼو نورو سیالیو کې برخه واخلي.
د کرېکټ بورډ په وینا د اسیا جام تر سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵م کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.
ټاکل شوې، چې وروسته له هغې به د کرېکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.
دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي.
د کرېکټ بورډ په وینا په دې نوملړ کې یې د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو سربېره هغو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی، چې د قوش تېپې او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې ښه ځلېدلي وو.
ابدالیان لوبډله به په روان کال کې په دوو روزنیزو کمپونو، یوه څلور اړخیزه لوبلړۍ او دغه راز اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.
د افغان کرېکټ بورډ له خوا د ټاکلي مهالوېش دغه لوبډله به له سپټمبر میاشتې خپل تمریناتي کمپونه پیل کړي.
د افغانستان الف لوبډله به په اکټوبر میاشت کې د کوربه عمان، هانګ کانګ او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په څلور اړخیزه لوبلړۍ کې ولوبېږي.
ټاکل شوې دغه لوبډله په ډسېمبر کې د الف لوبډلو اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.