کرېکټ: افغانستان له سویلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د روان کال سپټمبر میاشتې له ۱۸ تر ۲۲ نېټې به د سويلي افریقا لوبډلې کوربه‌توب وکړي. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ لوبلړۍ وي.

د افغان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د سپټمبر په ۱۸مه، دویمه په ۲۰مه او درېیمه هم په ۲۲مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټاکل شوې د سویلي افریقا ملي لوبډله د سپټمبر پر ۱۴مه متحده عربي اماراتو ته ورسېږي. دغه راز افغان ملي لوبډله به هم له نیوزیلنډ سره د یوازنۍ ټېسټ لوبې له تر ترسره کولو وروسته په همدې نېټه متحده عربي اماراتو ته ورسېږي. د افغان لوبډلې د مهالوېش له مخې، دوی به د سپټمبر پر نهمه نېټه په هند کې له نیوزیلنډ سره خپله ټېسټ لوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، له سویلي افریقا سره لوبې په مخکني پلان کې شاملې نه وې. خو د کرېکټ نړیوالې شورا په غونډو کې تر لیدنو کتنو وروسته یې سويلي افریقا ته قناعت ورکړ، چې له دوی سره لوبې وکړي.

ښاغلی اشرف وايي، "دا د افغانستان لپاره غټه خبر ده، هلته چې اسټرالیا او انګلنډ له افغان لوبډلې سره له لوبو په شا شول، خو په همدې وخت کې مو سويلي افریقا لوبو کولو ته راضي کړه. سویلي افریقا د نړۍ یوه پیاوړې لوبډله ده."

ښاغلی اشرف وايي، له سویلي افریقا سره پر لوبو سربېره یې له نورو لوبډلو سره د "ابدالیان" او نولس کلنو لوبډلو لپاره هم د لوبو پلان جوړ کړی دی، "ابدالیانو ته مو د زیمبابوې - بنګله دېش- افغانستان سریز برابر کړی دی، دغه راز د افغانستان، عربي متحده عربي اماراتو او پاکستان تر نولس کلنو تیټ عمره لوبډلو لپاره مو لوبې برابرې کړې دي."

د سویلي افریقا کرېکټ بورډ مشر لوسن نایډو په دې اړه ویلي، "موږ له افغانستان سره دې تاریخي یو ورځنیو لوبو ته لیواله یو. افغان لوبډلې په وروستیو کې ښې لوبې کړې او پیاوړې لوبډله ده. دا زموږ د کرېکټ په اړیکو کې یو مهم پړاو دی او موږ د سیالیو لړۍ ته سترګې په لار یو."

افغان لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې یوازې دوه ځلې له سویلي افریقا لوبډلې سره مخ شوې، چې لومړی ځل یې په ۲۰۱۹ او دویم وار بیا په ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې و. دواړه لوبې سویلي افریقا ګټلې وې.