تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کرېکټ لوبډله هند ته روانه شوه؛ د کرېکټ نړيوالې شورا د مشر په توګه د جې شاه ټاکنه
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د نيوزيلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه هند ته ولاړه.
د کرېکټ بورډ د فېسبوکپاڼې له مخې له روانېدو وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف له لوبغاړو سره کتلي او "مهمې سپارښتنې يې ورسره شریکې کړې دي."
د افغانستان په کوربتوب د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سيالۍ د سېپټمبر پر ۹ د هند په ګرېټر نوېډا کې تر سره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د حشمت الله شهيدي په مشرۍ د دغې ټېسټ لوبې د تمريناتي کمپ لپاره ۲۰ کسيزه لوبډله اعلان کړی ده.
په دغو لوبغاړو کې ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمک، رحمت شاه، بهير شاه، اکرام عليخېل، افسر ځاځی، شاهدالله کمال، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، ضيا الرحمان، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهر خان، نجات مسعود، فريد ملک، نويد ځدراڼ، خليل احمد او يما عرب شامل دي.
د يادولو وړه ده چې د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګوربز او مجيب ځدراڼ د نیوزيلنډ پر وړاندې تمريناتي کمپ کې نشته. کرېکټ بورډ څه نه دي ويلي چې ولې ياد لوبغاړي د نيوزيلنډ پر وړاندې د لوبډله برخه نه دي.
دا لومړی ځل دی چې نيوزيلنډ له افغانستان سره ټېسټ سيالي کوي. که څه هم نيوزيلنډ قوي لوبډله ده خو په تېر شل اوريز نړيوال جام کې يې افغانستان ته لوبه وبايلله.
افغانستان تر دې مهاله ټولې اته ټېسټ لوبې کړې چې دوې يې ګټلې، پنځه بايللې او يوه بې پایلې ختمه شوې ده.
افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۴ مه نېټه له هند سره کړې ده.
د نيوزيلنډ پر وړاندې له يوازنۍ ټېسټ لوبې وروسته افغانستان په همدې سپټمبر مياشت کې له جنوبي افريقا سره په متحده عرب اماراتو کې يو ورځنۍ لوبلړۍ لري.
جې شاه د کرېکټ نړيوالې شورا مشر ټاکل شوی
د هند د کرېکټ بورډ مشر، جې شاه، د کرېکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) نوی مشر ټاکل شوی دی.
دغه هندی سوداګر چې ۳۵ کاله عمر لري اوسمهال د کرېکټ د اسیايي شورا مشر هم دی.
نوموړی به د ډېسمبر له لومړۍ نېټې د نیوزیلنډي ګرېګ بارکلی پر ځای د آی سي سی مشر شي.
ښاغلي شاه ویلي، د خپل مشرتابه پر مهال به هڅه وکړي، چې کرېکټ د یوې لوبې په توګه پر نړیوال کچ لا ټولګډونی او مشهور کړي.
نوموړی به د کرېکټ نړيوالې شورا تر ټولو کم عمره مشر وي.
کرېکټ چې له ۱۲۸ کلونو وروسته بېرته د ۲۰۲۸ کال اولمپيک سياليو برخه ګرځي، ښاغلي شاه يې په اړه وايي، "زه ډاډه يم چې دا به دغه سپورټ نور هم پر مخ بوځي."