تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: 'راستنېدونکې افغان ښځې له کړاو او د تاوتریخوالي له ستونزو سره مخ دي'
د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه نوي راپور ویلي، هغه افغان ښځې چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، له جدي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي. ډېری دا ښځې بېرته داسې هېواد ته ستنېږي چېرې چې د دوی بنسټیز حقونه او امنیت سخت ګواښل شوی دي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې تر ۲،۴۳ میلیونه ډېر ناقانونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته راستانه شوي دي.
له پاکستانه راستنېدونکو کې نژدې نیمايي ښځې او نجونې دي او له ایران څخه راستنېدونکو کې هم د ښځو برخه مخ په زیاتېدو ده، چې د جون میاشت کې شاوخوا ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده.
د راستنېدونکو شمېر زیاتېدل د افغانستان د بشري مرستو له مخکې پر زیانمن شوي سیسټم فشار زیاتوي او تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او نجونو پر اوږو دی.
د ملګرو ملتونو (یو اېن ومن) په راپور کې ویل شوي، هغې ښځې چې له یوه نارینه محرم پرته سفر کوي، له ځانګړو خطرونو سره مخ دي. د دغې کاري ډلې له خوا ترسره شوې مرکې او خبرې اترې ښيي چې ښځې د سرحدونو په حالتو کې له اخاذۍ، ځورونې او د تاوتریخوالي له ګواښونو سره مخ دي.
راستنېدونکې ښځې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، جبري یا له وخته مخکې واده او د قاچاق له خطر سره مخ دي - دا ټول د اساسي منابعو د نشتوالي له امله لا زیات شوي دي.
په کندهار کې یو بشري کارکوونکي وویل: "یوه کونډه چې څلور لوڼې یې لرلې، په دې لټه کې وه چې ښايي یوې یا دوو لوڼو ته دلته د لاس نیوي څوک پیدا کړي، چې د ژوند د دوام لپاره پیسې ترلاسه کړي."
بشري ادارې راپور ورکوي چې د خوندي ځایونو او د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ خدماتو شدید کمښت شته، په ځانګړي ډول په سرحدونو کې، چې هلته ډېری ښځې له پرېشانۍ او ګډوډ ډک حالت کې راځي.
راپور کاږي، په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې د سرپنا، د ژوند وسایلو او د نجونو د زدکړو اړتیاوې تر ټولو اړینې بولي. یوازې ۱۰ سلنه د ښځو په مشرۍ کورنۍ په دایمي سرپنا کې ژوند کوي.
په هرات کې، ۷۱ سلنه ښځو د کرايې اړوندو شخړو راپور کړې او ۴۵ سلنه د ښځو په مشرۍ کورنۍ په ناسم استوګنځای کې ژوند کوي.
هغه ښځې چې پخوا یې په درزیتوب (خیاطۍ)، لاسي صنايعو یا ورته کارونو کې کار کاوه، اوس له وسایلو، د تګ راتګ له بندیزونو، د اړیکو او اسنادو له کمښت سره د بیا پیلېدو په درشل کې خنډونه لري.
یو اېن ومن او شریکان یې د بېړنیو او اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي ملاتړ زیاتوالي او د دوامداره نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي.