تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اتو میاشتو کې له ایرانه افغانستان ته د ۵۰۰ زره کډوالو ستنول؛ "پر کډوالو فشار ډېرېدونکی دی"
- Author, ببرک احساس
- دنده, بيبيسي - هرات
د هرات اسلام کلا په سرحدي بندر کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، یوازې له دې لارې په تېرو اتو میاشتو کې له ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت له هېوادونو غواړي چې دغو کډوالو ته په خپله خوښه او په عزت سره د ستنېدو فرصت ورکړي.
د نږدې ۲۰۰۰ افغان مهاجرینو په منځ کې چې د پنجشنبې پر ورځ، (د سپتمبر په ۱۲مه) د مازیګر تر ۶ بجو پورې د اسلام کلا بندر له ایران افغانستان ته واوښتل، د ۱۵ کلن "اجمل حسیني" جسد هم خپلې اصلي خاورې ته واوښت.
اجمل ۱۰ کلن و چې یوازې ایران ته ولاړ. ورور یې، چې د هغه مړی یې له ایران خپل هېواد ته راوړ، ستړی او نهیلی د تابوت څنګ ته ناست و.
هغه وايي: "اجمل پنځه کاله مخکې له کوره مرور شو او ایران ته ولاړ؛ هغه ایران کې په یوه شخصی بڼ کې کار کاوه او په منظم ډول یې له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې اړیکه درلوده."
د اجمل ورور وايي: "یو ناڅاپه خبر شو چې هغه ځان د خپلې خونې له چت راځړولی او ځان یې وژلی. د ایراني پولیسو څخه مې د اجمل د ځان وژنې دلیل وپوښت، هغوی راته وویل چې ځان وژنه یې کړې ده. بس همدومره. هېڅوک نه پوهېږي چې هغه ولې ځان وژلی دی؟"
د اجمل ترڅنګ په همدې ورځ یو بل تابوت هم له ایرانه افغانستان ته راوړل شو.
دا د ۲۴ کلن "حفیظ الله تاجک" جسد و. حفیظ الله درې کاله مخکې د کار په لټه کې ایران ته تللی و. ورور یې چې له ایرانه یې د هغه جسد افغانستان ته راوړ، وايي: "حفیظ الله د ودانۍ کارګرو. څو ورځې وړاندې هغوی یو ۵ متره لوړ دیوال نړاوه، دیوال د هغه پر سر راونړید او حفیظ الله ورلاندی شو."
هغه زیاتوي: "دا د حفیظ الله د نوي کار لومړۍ ورځ وه، او کارګومارونکي یوازې د همغې یوې ورځې تنخواه ورکړه."
ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتوالی
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په ایران کې نږدې څلور اعشاریه څلور میلیونه افغانان ژوند کوي.
ډېر یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپل هېواده وتلي دي.
د ډنمارک د کډوالو شورا په یوه رپوټ کې وايي، دا چې د ایران حکومت په لویه کچه د افغان کډوالو د ایستلو د پلان په اړه ښکاره اعلان نه دی کړی، هغه افغانان چې د نړیوالو له سترګو پټ په زوره افغانستان ته شړل کېږي، حالت یې مخ په خرابېدو دی.
په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتېدو په اړه ګڼ رپوټونه خپاره شوي دي.
په یوه تازه پېښه کې د ایران په یوه ښار کې د یوه قضاويي فرمان انځور خپور شو چې پکی لیکل شوي، پر افغان کډوالو د وچی ډوډۍ پلورل بند دی.
څو ورځې وړاندې، د ایران یوه جګپوړي چارواکي وویل، چې د کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه 'غیرقانوني وګړي' له ایرانه وایستل شي.
همدا راز د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان هم ويلي، هغه افغان کډوال به چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، په درناوي خپل ټاټوبي ته واستول شي.
هغه یوه خبري کنفرانس کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "له دوی [افغان کډوالو] ځينې پاسپورټونه لري، دلته خپلوان لري، اړیکي لري نو طبيعي ده چې له هغوی سره بايد يو ډول چلند وشي خو يو شمېر نور بيا ناقانونه راغلي چې بايد بالاخره قانون مراعات کړي."
ایران ته د افغانانو د کډوالی زیاتوالی
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته ډېر ځوانان بېکاره شول.
پراخه بېوزلي او اقتصادي ستونزو ګڼ شمېر افغان ځوانان اړ کړل چې د کار په لټه کې په غیرقانوني لارو نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته مخه کړي.
د کډوالو نړیوال سازمان د تازه رپوټ له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په وروستۍ اونۍ کې نږدې ۴۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي.
ایران له اوږدې مودې راهیسې د هغو افغان کډوالو پناه ځای پاتې شوی چې له خپل هېواده د جګړې، ځورونې او اقتصادي ستونزو له امله تښتېدلي دي.
ځینې افغانان د ایران نه په ناقانونه لارو ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د تګ لپاره د دهلیز په توګه هم کار اخلي.
د اسنادو لرونکو افغانانو ایستل
عبدالغني قاضي زاده، په اسلام کلا کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو دفتر کې له ایران څخه د راغلو کډوالو د ثبت او راجستر مسؤل دی.
هغه وايي: "هره ورځ له ۲۷۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې افغان مهاجرین له ایرانه په زور یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. ځینې ورځې دا شمېر له ۳۰۰۰ څخه هم اوړي."
دی زیاتوي، : "په دی حساب، یوازې د ۲۰۲۴ کال په تېرو اتو میاشتو کې د اسلام کلا له لارې تر اوسه له ۵۰۰ زرو څخه ډېر افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي."
نوموړی زیاتوي "هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې د افغانستان هغه وګړي هم چې په قانوني پاسپورت او ویزې ایران ته تللي وي، را شړل کېږي."
ایراني چارواکي وايي، هغه کسان چې د سیاحت له ویزې سره ایران ته سفر کوي، هلته د کار کولو حق نه لري.
خو زلمي، چې له ایرانه په زوره شړل شوی، وايي: "ما درې میاشتې مخکې د ۹۰ ورځو له ویزې سره ایران ته سفر وکړ او بیا مې د ۹۰ نورو ورځو لپاره تمدید کړه. اوس مې ویزه ۶۵ ورځې نور هم اعتبار لري. ایراني پولیسو کرج ښار کې ونیولم او په زوره یی افغانستان ته ولېږلم."
دی زیاتوي چې خپل کاري اجازه لیک یې هم ایراني پولیسو ته ښودلی، خو هغوی ارزښت ورنه کړ.
یو بل افغان کډوال "محمد خان امیر" هم راته درې ډوله اسناد راښيي او وايي په ایران کې ورته د کار اجازه هم ورکړل شوې وه، خو ایراني چارواکو هېڅ ارزښت ورنه کړ او ویې وشاړه.
له ایران څخه په راغلو افغان کډوالو کې ځینې داسې کسان هم شته چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنیږي.
لیلا ۶۵ کلنه ده او وايي شل کاله په ایران کې اوسېدولې، خو اوس یې پریکړه کړې چې خپل هېواد ته ستنه شي.
د طالبانو حکومت دریځ
له ایرانه په لوی شمېر د افغان کډوالو د ایستل کېدو رپوټونه داسې مهال خپرېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د نړۍ او سیمې له هېوادونو غواړي چې دغو کډوالو ته په خپله خوښه او په عزت سره د ستنېدو فرصت ورکړي.
تازه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل له مېشتو سفیرانو او د بهرنیو سازمانونو له استازو سره په غونډه کې د افغان کډوالو پر کوربه هېوادونو، په ځانکړې توګه په ایران او پاکستان غږ وکړ چې "بشري حقونو ته ژمن" پاتې شي او له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
هغه همدا راز پر نړیوالو مرستندویه او د بشري حقونو پر مدافع سازمانونو هم غږ وکړ، چې په کور دننه او بهر د افغان کډوالو لاسنیوی او د هغوی د حقوقو دفاع وکړي.