ای‌او‌اېم:‌ یوه میاشت ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

    • Author, سیدولي ناصر
    • دنده, بي‌بي‌سي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، تېره میاشت له ایران څخه له ۲۳۰ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.

"ای او ایم" په خپل راپور کې ویلي، له ستنو شویو کډوالو شاخوا نیم په خپله خوښه او ۴۳ سلنه نور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا به زور افغانستان ته اړول شوي دي.

د ګډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، روان کال تر دې مخکې یوه میاشت هم په دې شمېر افغان کډوال له ایرانه بېرته خپل هېواد ته نه وو ستانه شوي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، روان کال تر دې وړاندې له ټولو ډېر کډوال په مۍ میاشت کې افغانستان ته ستانه شوي وو چې شمېر ۹۱ زه کسانو ته رسېده.

ایران او پاکستان که څه هم وايي هغه افغان کډوال باسي چې په دغو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو شواهد ښيي چې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان یې هم افغانستان ته اړولي دي.

روانه اونۍ د ایران کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې نور د قانوني اسناد نه لرونکو بهرنیانو د منلو ظرفیت نه لري او د دغسې کسانو په ایستلو به ټول وس وکاروي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان چې ځینې یې قانوني اسناد هم نه لري، ایران ته کډوال شوي دي.‌

دا په داسې حال کې وه چې په دغه هېواد کې لا له مخکې میلیونونه افغان کډوال هستوګن وو.

د ایران په ښارونو او واټونو کې د افغان کډوال د شمېر زیاتېدا د افغان کډوالو د مخالفو ایرانیانو چې لا له پخوا دغې چارې سره جوړ نه وو، نیوکې لا پسې توندې کړې دي.

پر خواله رسنیو ګڼ شمېر داسې حسابونه فعال دي چې ټول فعالیت یې ایران کې د افغان کډوالو پر ضد دی او تل "د افغانانو ایستل، ملي غوښتنه" تر عنوان لاندې هشټګونه کاروي.

له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو مسله په دغه هېواد کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال ګرمه شوه چې وروسته بیا ګڼو چارواکو تکرار کړه او اوس ښکاري چې حکومت یې په پلي کولو کې جدي دی.‌

په ایران کې د عامه نظم پولیسو عمومي قوماندان احمد رادان څه موده مخکې وویل چې د روان کال تر پایه به نژدي دوه میلیونه هغه بهرنیان له ایرانه وباسي چې په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد نه لري.