ساینس پوهان وايي، د انساني بدن د خوندیتوب سیسټم نوې برخه یې کشف کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیمز ګالاګر
- دنده, د بي بي سي د روغتیا چارو خبریال
ساینس پوهانو وايي، د انساني بدن خوندیتوب سیسټم یوه نوې برخه کشف شوې او دا یې د انټي بیوټیکو په برخه کې (د سرو زرو احتمالي کان) بللی دی.
دوی ښوولې، د بدن یوه برخه چې د پروټینونو بیا کارولو لپاره پېژندل کېږي یو پټ حالت لري چې کولای شي د بکتریاوو وژونکو کیمیاوي موادو یوه زېرمه بهر وباسي.
اسرائیلي څېړونکي وايي، دا د انتاناتو پر وړاندې د خوندیتوب په تړاو زموږ درک بدلوي او د انټي بیوټیکو د لټون لپاره یو نوی ځای ورکوي، چي د میکروبونو له مخ په زیاتېدونکې ستونزې سره مبارزه وکړي، هغه چې زموږ د اوسنيو درملو پر وړاندې مقاومت ښيي.
دا کشف پر پروټیزوم تمرکز کوي، هغه کوچنی جوړښت چې د بدن په هر حجره (ژوڼکه) کې موندل کېږي.
د دې اصلي دنده دا ده چې زاړه پروټینونه په کوچنیو ټوټو ووېشي او د نويو پروټینونو جوړولو لپاره بیا وکارول شي.
خو د تجربو لړۍ، چې په "نېچر مجله" کې په مفصله توګه خپره شوې، ښیي، کله چې یوه حجره په بکتریا ککړه شوې وي، پروټیزوم هغه تشخیصوي.
دا یې بیا جوړښت او رول بدلوي. دا زاړه پروټینونه په داسې وسیلو بدلوي چې کولی شي د له منځه وړلو لپاره یې د بکتریا بهرنۍ طبقه خلاصه کړي او بیا یې ووژني.

د عکس سرچینه، Weizmann Institute of Science
د وېزمن ساینس انسټیټیوټ پروفیسور یفات میربل بي بي سي ته وویل: "دا په ریښتنې توګه په زړه پورې ده، ځکه موږ هېڅکله نه پوهېدو چې دا پېښېږي. موږ د معافیت یو نوی میکانیزم کشف کړ چې موږ ته د بکتریايي میکروبونو پر وړاندې د دفاع اجازه راکوي. دا زموږ د بدن په ټولو حجرو کې پېښېږي، او د احتمالي طبیعي انټي بیوټیکو یوه بشپړه نوې ټولګه رامنځته کوي."
د څېړنې ټیم د دې طبیعي انټي بیوټیکو موندلو لپاره د "ډمپسټر ډایوېنګ" په نوم له یوه بهیره تېر شو.
دوی په لابراتوار کې د ودې په حال بکتریاوو او موږکانو چې په سکاروي (سینه بغل) او وینې میکروبي کېدو اخته وو، ازموینې ترسره کړې. څېړونکو وویل دوی د ځینو پېژندل شویو انټي بیوټیکو سره پرتله کېدونکې پایلې ترلاسه کوي.
او کله چې څېړونکو په لابراتوار کې حجرې واخیستې او پروټیزوم یې غیر فعال کړ، د سلمونېلا په شان بکتریاوو ککړېدو لپاره خورا اسانه وو.
د لندن په امپیریل کالج کې د ژوند علومو مشر او د معافیت پوه پروفیسور ډانیل ډېوېس وايي، دا موندنې "ډېرې هڅونکې او ډېرې په زړه پورې" وې، ځکه دوی له میکروبونو سره زموږ د بدن د مبارزې په اړه زموږ درک بدل کړ:
"هغه څه چې په ریښتنې توګه په زړه پورې دي دا دي چې، دا یو په بشپړ ډول نا کشف شوی بهیر دی، چې له مخې یې میکروب ضد مالیکولونه زموږ د بدن په حجرو کې جوړېږي، دا خورا مهم او حیرانونکی ښکاري."
خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې دا د انټي بیوټیکونو نوې سرچینې ته اړول، هغه مفکوره ده چې "لا هم زیاتو ازموینو ته اړتیا لري" او دا به وخت ونیسي.

د عکس سرچینه، Weizmann Institute of Science
اټکل دی، هر کال تر یو میلیون ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د انټي بیوټیکو په څېر درملو پر وړاندې مقاومت لري.
خو له اړتیا سره سره، لا تر اوسه د نوي انټي بیوټیکو د پراختیا لپاره کافي څېړنې نشته، چې اړتیا پوره کړي.
د لندن په کینګز کالج کې د مایکروبیولوژي استادې ډاکټر لینډسي اډوارډز بي بي سي ته وویل: "دا د نويو انټي بیوټیکو لپاره د سرو زرو احتمالي کان دی، دا خورا په زړه پورې دی."
هغه دا هم وايي، "په درملو د هغو بدلونو برخه کې لږې ستونزې موجودې وي، ځکه دا له وړاندې د انسان بدن محصولات دي او د دې خوندیتوب اړخ ښايي خورا اسانه وي."








