د طالبانو مشر له مولانا فضل الرحمن سره کندهار کې کتلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images/Taliban
بي بي سي پښتو ویب پاڼې ته رسېدلي مالومات ښيي چې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره کتلي دي.
په کندهار کې یوې سرچینې د بي بي سي خبریال حفيظ الله معروف ته ویلي، مولانا فضل الرحمن د همدې کتنې لپاره نن چارشنبه کندهار ته تللی و.
د طالبانو حکومت یوې بلې مهمې سرچینې هم تائيد کړې د طالبانو مشر له مولانا فضل الرحمن سره "په کندهار کې" کتلي دي.
د دې کتنې په اړه تر اوسه جزئيات نه دي په ډاګه شوي چې بحثونه پر څه شوي دي. خو کابل ته د مولانا له سفر مخکې نوموړي ویلي چې غواړي د پاکستان د حکومت پيغام طالب مشرتابه ته ورسوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې خپله هم ډېر وخت په کندهار کې وي، وویل په دې اړه "څه نه شم ویلی."

د عکس سرچینه، taliban
دا به په ښکاره دویم بهرنی مشر وي چې د طالبانو له مشر سره وګوري. مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ښايي دا کتنه ونه شي.
مولانا فضل الرحمان د تېرې یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی و.
په بلخ کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، د بلخ د والي یوسف وفا په منځګړتوب د دغې ناستې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
ښاغلی وفا د طالبانو مشرتابه ته نژدې کس بلل کېږي له بلخ مخکې د کندهار والي و.
د دغې سرچینې په وینا، په دغه ناسته کې د مولانا تر څنګ مولوي ادریس چې د پاکستاني پلاوي غړی، هم په دغه ناسته کې برخه لري.
د طالبانو حکومت او د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند تر دې مهاله د دې کتنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، social media
له دې کتنې وړاندې مولانا فضل الرحمن په کابل کې د پاکستان سفارت ته هم ورغلي و. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ "اړیکې مهمې بللي وې" او ټینګار کوي چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ ښې اړیکې په "سیمه کې ټیکاو رامنځ ته کوي."
دوه ورځې وړاندې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوي د طالبانو حکومت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره په لیدنه کې ویلي و، افغانستان ته یې د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ناسم پوهاوي لېرې کول دي.
نوموړي ویلي و، دلته یې د خیر غوښتنې پيغام راوړی او هیله لري چې دغه سفر مثبتې پایلې ولري.
ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند پاکستاني پلاوي ته ویلي، دوی له "افغانستانه د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د ضرر رسولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې له خاورې یې نور وګواښي."
د پاکستاني چارواکو لویه اندېښنه دا ده چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې "پټنځایونه" لري او له د دوی په ټکو له هغه ځای په پاکستان بریدونه په نښه کوي.
خو طالب چارواکي تل دغه ډول ادعاوې "بې بنسټه" بولي او ټینګار کوي چې پاکستان دې په کور دننه خپلې ستونزې خپله هوارې کړي.








