د پاکستان چارسمبالی لومړی وزير: له عمران خان او په بند کې د تحریک انصاف ګوند له غړو پرته هم شفافې ټاکنې کېدی شي

د پاکستان چارسمبالی لومړی وزير انوار الحق کاکړ وايي په هېواد کې د پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه د ګوند تحريک انصاف د سلګونو هغو غړو چې په زندانونو کې دي پرته هم شفافې ټاکنې ترسره کېدی شي.
د امریکايۍ خبري ادارې اسوسيېټېډ پرېس سره د مرکې پر مهال چارسمبالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ ويلي، "په زندانونو کې د پي ټي ای غړي په ورانکارۍ، سوځولو او غير قانوني کړنو کې ښکېل وو."
د نوموړي په وينا، د تحريک انصاف ګوند په زرګونو هغه کارکوونکي چې په غيرقانوني کړنو کې لاس نه لري په ټاکنو کې ګډون کولی شي.
انوار الحق کاکړ وويل، "د عمران خان په ګډون له هېڅ سياستواله د غچ اخيستنې هڅه نه کوی، که څوک د قانون ماتولو له امله نيول شوي وي، قانوني چلند به ورسره کېږي، ټاکنې پوځ يا چارسمبالی حکومت نه کوي بلکې د ټاکنو خپلواک کميسيون يې ترسره کوي."
نوموړي وويل، هيله ده چې ټاکنې به په نوي کال کې ترسره شي او د تحریک انصاف ګوند د بريا مخنيوی لپاره د پوځ له خوا د درغلی خبرې يې بې بنسټه وبللې.

د عکس سرچینه، REUTERS
د انوار الحق کاکړ په وینا، د عمران خان او یا کوم بل سیاستوال پر وړاندې چې له قانونه سرغړونه کوي، پر ضد به یې ګام اخيستل کېږي.
په پاکستان کې د ټاکنو کميسيون له مخې ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې عمومي ټاکنې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې ترسره شي.
د ټاکنو کمیسیون په اعلان شوې خبرپاڼه کې د وضاحت په توګه لیکلي شوي چې، "د ۵۴ ټاکنیزو ورځو وروسته به عامې ټاکنې د ۲۰۲۴م کال جنورۍ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې تر سره شي."
له دغه اعلان وروسته بېلابېلو ګوندونو او سیاسي ډلو د ټاکنو نېټې د اعلان او څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې، تر ډېره ګوندونو يې هرکلی وکړ خو د عمران خان ګوند تحريک انصاف وياند د جنورۍ په اخر کې د ټاکنو د نېټې اعلان د حیرانۍ وړ پرېکړه بللې او دا کار یې له قانون سره په ټکر کې یاد کړی.
د تحریک انصاف ګوند چې مشر یې دا مهال زنداني دی، ویلي "په جنورۍ کې د ټاکنو تر سره کول د هغه قانون خلاف دي چې ټاکنې باید د اسامبلیو له منحلېدو وروسته په ۹۰ ورخو کې تر سره شي."











