انوار الحق کاکړ: افغانستان کې د طالبانو اوسنی حکومت ناجایز دی

انوارالحق کاکړ

د پاکستان چارسمبالی لومړی وزیر انوار الحق کاکړ وايي، په افغانستان کې د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت قانوني بڼه نه لري او د حکومت په جوړښت کې یې څو پوړه دي چې زموږ څارګر لید هم پکې موجود دی.

انوار الحق کاکړ د دوشنبې په ورځ د پاکستان له (آج) خبري اژانس سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، د طالبانو اوسني حکومت واکمنو پاکستان ګنګس کړی دی او په تېرو شلو کلونو کې نړیوالو خپله پروژه نیمګړې پرېښوده، څادر یې په اوږو واچاوه او له دې هېواده ووتله.

ښاغلي کاکړ پخپلو خبرو کې وویل، که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې میلیاردونه ډالر ډالر ولګول شول، خو یو مرکزي قوي حکومت رامنځ ته نه شو:

"په تېرو څو کلونو کې د شاوخوا دریو ټریلیون ډالرو پر لګښت او د لوېدیځوالو پر حضور سربېره په افغانستان کې مرکزي واک رامنځ ته نه شو او د لوېدیځ پروژه کامیابه نه شوه، پاتې نړۍ خپل څادر ور ټول او ووتله او پاتې کنټرول له فعلي حکومت سره دی، هغه قانوني حکومت نه دی."

د پاکستان دغه کمعمره چارسمبالي لومړي وزیر د طالبانو له حکومت سره د اړیکو په تړاو وویل، لکه له مخکني افغان حکومت سره چې پاکستان په اړیکو کې توازن ساتلی و او له شلو کلونو ډېر ونه پایېد، له اوسنیو افغان واکمنانو سره هم واقعیت ته په کتلو روابطو کې انډول ساتي.

که څه هم د طالبانو حکومت د ښاغلي کاکړ دغو څرګندونو ته غبرګون نه ښودلی، خو په تېر کې یې ویلي وو د دوی د حکومت یوه ځانګړتیا دا ده چې واک مرجع، خبره او دریځ یې یو دی او هره پرېکړه د دوی د مشر مولوي هبت الله اخونزاده له لوري کېږي.

انوار الحق کاکړ پر داسې مهال د اګسټ پر ۱۴مه د چارسمبالي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، چې سږ کال پاکستان له لوی مالي او سیاسي کړکېچ سره مخامخ و، چې لا هم ددغه هېواد ځینو سیمو کې اړ و دوړ دوام لري.

پاکستان کې افغان کډوال

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د سیمې د امنیت او په تېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې د امنیت په باب هغه وویل چې پاکستان د خپلې پولې ساتلو مسؤلیت لري او په هر قېمت چې تمامېږي خپله پوله به خوندي ساتي.

کله چې له ښاغلی کاکړ وپوښتل شول، چې ایا پاکستان افغانستان کې د عملیاتو پلان یا نیت لري او که نه، نوموړي وویل، "په لومړيتوب کې اوس د دې مسلې شاملولو یا ایستلو په اړه غور نه کېږي، موږ پوهېږو چې زموږ سرحدي مدیریت، پوځ او هوايي ځواک زموږ د هوايي فضا، ډیجیټلي فضا او زموږ د فزیکي خلا په اړه د ډاډمنتیا مسؤلیت لري".

انوار الحق کاکړ - چې په اصل کې د جنوبي پښتونخوا کاکړ دی، په دې تلوېزیوني مرکه کې وویل، د هغو افغان کډوال پر وړاندې به ګام پورته کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او پاکستان کې اوسېږي:

"له ناقانونه افغان کډوالو غواړو چې له پاکستانه ووځي. پاکستان کې قانوني افغان کډوال هم شته، چې موږ هېڅ غرض نه ورسره لرو، خو ناقانونه کډوال چې د اوسېدو هېڅ قانوني اسناد نه لري موږ یې پر وړاندې ګام اخلو او موږ دا پلان لرو چې ناقانونه خلک باید د پاکستان له خاورې ووځي".

له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې کله چې پر افغانستان طالبان بیا واکمن شوي، زرګونه افغانان پاکستان ته تللي چې ګڼ شمېر یې بېلابېلو صوبو کې نیول شوي وو.