ولې پاکستان تراوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؟
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د نړۍ هېڅ هېواد دوى په رسميت نه دې پېژندلي. په ١٩٩٦ کال کې چې طالبانو کابل ونيو، هغه وخت پاکستان، سعودي او متحدو عربو اماراتو په رسميت پېژندلي وو، خو اوس ولې پاکستان تر اوسه دا کار نه دى کړى.
زموږ همکار داود اعظمي له ثنا ساپۍ سره پرې غږېدلی دی.