پاکستان کې د ټاکنو کمیسیون د سترې محکمې له حکم وروسته د ټاکنو مهالوېش اعلان کړ

د پاکستان ټاکنو کمیسیون د سترې محکمې له ښکیلتیا او حکم وروسته د راتلونکو عمومي ټاکنو مهالوېش وروستی او ډ‌اګیزه کړی دی.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې راغلي چې کاندیدان باید تر راتلونکو څلورو ورځو ( له شلم تر ۲۲م دېسمبره) د کاندیداتورۍ اسناد جمع کړي.

یاد بنسټ ویلي د همدې روانې میاشتې په ۲۳مه نیټه به د کاندیدانو نوملړ وروستی او ورپسې به د ډېسمبر تر ۳۰مې نیټې د دوی اسناد ارزیابي کیږي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي "په پاکستان کې به عمومي ټاکنې د فبرورۍ په اتمه نیټه تر سره شي."

له دغو ټاکنو مخکې د جنورۍ په لومړیو کې په کاندیدانو د چا لخوا د څه نیوکې یا اعتراضونو او بیا څیړنو لپاره هم لس ورځې وخت ټاکل شوی او په پلان کې ده چې د جنورۍ په ۱۱مه نیټه د کاندیدانو وروستی نوملړ خپور شي.

پاکستان کې د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې د جنورۍ په ۱۳مه نیټه د ټولو کاندیدانو ټاکنیزې نښې او شمېرې هم اعلان شي.

له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند د ټاکنو پر کمیسیون د ناسمو مقرریو او د ځينو ځانګړو کاندیدانو په ګټه د کار نیوکې کړې وې.

د پاکستان تحریک انصاف یا پي ټي ای ګوند لخوا له تورونو وروسته ځینو ځایي محکمو د ټاکنو کمیسیون د کارونو او کارمندانو د جذب مخنیوی کړی و چې پایله کې یې نن سترې محکمې پرېکړه وکړه.

سترې محکمې د قضیې له څيړنې وروسته ویلي د پاکستان د ټاکنو کمیسیون پخپل وخت د ټاکنو د اعلان او بیا ټاکنو تر سره کولو واک لري.

د ټاکنو دا اعلان شوې نېټه په قانون کې له ذکر شوې نیټې سره په مخالفت کې ده او له دې مخکې پرې ځينې ګوندونو له ډلې یې تحریک انصاف ګوند نیوکې هم کړي دي.

تحریک انصاف ګوند چې مشر یې دا مهال زنداني دی، ویلي "۲۰۲۴ ته د ټاکنو نیټې غزول د هغه قانون خلاف دي چې ټاکنې باید د اسامبلیو له منحلېدو وروسته په ۹۰ ورخو کې تر سره شي."

بلخوا د ټاکنو له نږدې کېدو سره پاکستان کې سیاسي خوځښتونه په ځانګړي ډول ټاکنیزې منډې ترړې هم ډېرې شوي دي.

په دې لړ کې د پاکستان د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي‌ استعفا کړې، دی چې د ټاکنو لپاره د امنیت تامین په موخه ټاکل شوی و ویل کیږي د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند کې د ګډون په موخه له څوکۍ تېر شوی.

پښتونخوا کې بیا ناامنیو په دې ټولو هڅو لږ ډېر سیوری غوړولی او د عوامي نېشنل ګوند په ګډون ځينو نورو جریانونو اندیښنه ښودلې چې روانې ناامني یې د ټاکنیزو منډو ترړو مخه نیولې ده.