د پاکستان ټاکنو کمېسیون: "پوځ امنیت، حکومت پیسې او محکمې عدالت نه راکوي، څنګه ټاکنې وکړو؟"

په پاکستان کې د سیاسي ناندریو سره هم مهاله د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون ویلي که "د ټاکنو لګښتونه ور نه کړل شي او امنیت یې ونه نیول شي دو ی ټاکنې نه شي کولای."

په پاکستان کې د ناندریزه ټاکنو په اړه د ټاکنو کمیسیون دا ډانګ پیلی ځواب داسې مهال اعلان کړی چې د اسلام اباد سترې محکمې پرون چهارشنبه د ټاکنو کمېسیون چارواکي د ټاکنو څرنګوالي او ارزونې په موخه وربللي وو چې د ټاکنو په اړه وضعیت ته په کتو وضاحت ورکړي.

خو د ټاکنو کمیسیون مشر کمېشنر سکندر سلطان محکمې ته ویلي، تر هغې چې د ټاکنو لګښتونه ور نه کړل شي او امنیت یې ونه نیول شي، دوی ټاکنې نه شي کولای.

د ښاغلي سکندر په وینا: "کله چې له پوځ امنیت غواړو، ردوي یې، کله چې له محکمې مرسته غواړو مرسته نه کوي، او کله چې له حکومته پیسې غواړو نه یې راکوي."

خو د سترې محکمې مشر قاضي د ټاکنو ځنډ د قانون خلاف بللی او په دې برخه کې د ژر اقدام غوښتنه کړې ده.

دا هر څه په داسې حال کې دي چې په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د ایالتي اسمبلیو لپاره د ټاکنو موضوع لاهم نه ده روښانه او په اړه یې نیوکې او شکونه ورځ تر بلې پراخېږي.

بل خوا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د دغه هېواد پخواني لومړی وزیر عمران خان بیا بیا د ټاکنو غوښتنه کړې.

نوموړي او د دغه ګوند غړو پر دې غوښتنې د ټينګار او پر حکومت د فشار راوستلو په موخه له اسمبلیو استعفاوې کړي او په دې لړ کې یې ځينې نور ګواښونه هم کړي دي.

د پوځ د مخکېني مشر په اړه د څېړنو غوښتنه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران د پاکستان له ولسمشر عارف علوي غوښتي چې له جنرال قمر جاوید باجوه څخه د څېړنو دوسیه پرانیزي.

عمران خان دغه غوښتنه د یوه لیک په ترڅ کې کړې او جنرال باجوه یې د پاکستان د پوځ مشر په توګه تورن کړی چې خپله لوړه یې ماته کړې ده.

د ښاغلي خان په لیک کې راغلي چې د پوځ پخواني مشر له خبریال او لیکوال جاوېد چودري سره په لیدنه کې هغه ته ویلي "دی په دې باور دی چې په واک کې د عمران خان پاتې کېدل د هېواد په زیان دي."

د پاکستان پخواني لومړي وزیر پوښتلي، "چا د پوځ د مشر په توګه ښاغلي باجوه ته دا واک ورکړی و چې یو ټاکل شوی لومړی وزیر د هېواد لپاره ګواښ یاد کړي."

د عمران خان په وینا، پخواني پوځي مشر د اساسي قانون ۲۴۴ ماده ماته کړې چې له امله یې باید ترې څېړنې وشي.

بل خوا د لاهور عالي محکمې نن عمران خان ورغوښتی و چې په حکومتي چارو په ځانګړي ډول د ټاکنو کمېسیون کې د لاس وهنو په تړاو ځواب ووایي.

خو عمران له محکمې غوښتي "تر هغې چې یې امنیتي ضمانت نه وي شوی، محکمې ته نشي ورتلی."

د پنج شنبې پر ورځ محکمې عمران خان ته له ټاکلي وخت نه یو ساعت نور اضافه وخت ورکړ چې که ښاغلی خان محکمې ته حاضر شي، خو د رپوټونو له مخې چې نوموړی نه دی ورغلی.

د هغه له دې پرېکړې وروسته محکمې پرېکړه کړې، تر هغې چې عمران خان خپله محکمه کې حاضر نشي هغه ته امنیتي ضمانت نشي ورکولای.