د پاکستان ټاکنو کمیسیون؛ "عمومي ټاکنې جنورۍ کې کېږي"، د عمران خان ګوند دا نېټه ناقانونه وبلله

په پاکستان کې د ټاکنو کمیسیون بالاخره اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې به عمومي ټاکنې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې وشي.

د ټاکنو کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي, د ټاکنیزو حوزو په اړه هم تحلیل شوی او په وینا یې لومړنۍ لېست به د روانې سپټمبر په ۲۷مه نېټه خپور کړي.

په لومړنیو ټاکنیزو حلقو که کوم شکایت وي، درې ورځې وخت ورته ټاکل شوی چې خلک او ګوندونه یې په اړه خپل اعتراضونه ثبت کړي او د ټاکنو کمېسیون په وینا دوی به د سپټمبر په ۳۰مه نېټه وروستی نوملړ اعلانوي.

د ټاکنو کمیسیون په اعلان شوې خبرپاڼه کې د وضاحت په توګه لیکلي، "د ۵۴ ټاکنیزو ورځو وروسته به عامې ټاکنې د ۲۰۲۴م کال جنورۍ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې تر سره شي."

د بېلابېلو ګوندونو غبرګونونه

د پاکستان ټاکنو کمیسیون له خوا له دغه اعلان وروسته بېلابېلو ګوندونو او سیاسي ډلو دټاکنو نېټې د اعلان او څرنګوالي په اړه څرګندونې کړې دي.

د پاکستان اوسني چارسمبالی وزیر مرتضی سولنګی ویلي، "مونږ نن په دې ډېر خوښ یوو چې په هېواد کې به له قانون سره سم ټاکنې کېږي." د ده په ټکو،‌ له دې سره به د هېواد اصلاحي، سیاسي او اقتصادي نظام لا ټينګ شي.

د پاکستان د پیپلز ګوند یوه مشر قمرزمان کایره په خپل لومړني غبرګون کې ویلي "له دې اعلان او د ټاکنو نېټې له کره والي سره به د هېواد وضعیت ښه کېدو لوري ته وخوځېږي."

د تحریک انصاف ګوند کور کمېټې مشر نیازالله نیازي بیا د ټاکنو کمیسیون پر اعلان له نیوکې سره ویلي، "د ټاکنو ترسره کولو نېټې د اعلان واک له ولسمشر سره دی."

د دغه ګوند ویاند هم د ټاکنو دې نیټې ته په غبرګون کې د جنورۍ په اخر کې د ټاکنو د نېټې اعلان د حیرانۍ وړ پرېکړه بللې او دا کار یې له قانون سره ټکر کې یاد کړی.

د تحریک انصاف ګوند چې مشر یې دا مهال زنداني دی، ویلي "په جنورۍ کې د ټاکنو تر سره کول د هغه قانون خلاف دي چې ټاکنې باید د اسامبلیو له منحلېدو وروسته په ۹۰ ورخو کې تر سره شي."

له دې ور ها خوا د پاکستان د ځينو نورو ګوندونو له ډلې یې د مسلم لیګ (ن) باور دا دی چې نور نو ټولو ته په کار دي، چې "ټاکنو ته لازم چمتوالی ونیسي."

دغه ګوند ویلي، له دې سره به د پاکستان اوسنی وضعیت د ښه کېدو لوری ته لاړ شي او نوې هیلې پيدا به پيدا شي.

بلخوا، پاکستان کې د دې ټاکنو د بې پرې او په شفافه توګه تر سره کېدو لپاره چارسمبالی موقت حکومت په کار پیل کړی چې د ټاکنو تر سره کول یې یو له تر ټولو مهمو موخو بلل کېږي.

د ټاکنو دې نېټې له اعلان سره سره د پاکستان اقتصادي او امنیتي وضعیت ته په کتو دټاکنو تر سراوي ګڼې ګنګوسې هم پارولي او وخت نا وخت د ټاکنو د لا ځنډېدو غږونه هم اوریدل کیږي.