په چين کې د طالبانو حکومت سفير د هغه هېواد ولسمشر ته باورلیک سپارلی

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په چین کې یې سفیر خپل باور لیک د هغه هېواد ولسمشر شي جېن پینګ ته سپارلی دی.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، پر خپله اېکس پاڼه دا خبر له هغو انځورونو سره یو ځای خپور کړی، چې د دوی د حکومت سفیر، اسدالله بلال کریمي، پکې چیني ولسمشر، شي جېن پینګ، ته د خپل باور لیک د ورکولو پر مهال ښودل کېږي.

د چین دولتي رسنیو ویلي، چې ښاغلي شي په پلازمېنې بیجېنګ کې جوړو شویو مراسمو پر مهال په چین کې د دوه-څلوېښتو بهرنیو سفیرانو باور لیکونه منلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، ولسمشر شي جېن پینګ د بلال کریمي د "باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه."

که څه هم د چين په ګډون هېڅ هېواد تر دې مهاله د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو چين يو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره نژدې اړيکي پالي او خپل سفارت يې هم په کابل کې پرانيستی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته چين لومړنی هېوادو و چې افغانستان ته يې خپل سفير واستاوه او د طالبانو حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د چيني سفير باور ليک ومانه.

چين چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي اډو مخالف و، د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې د سيمې د ځينو نورو هېوادونو په څېر د بشري حقونو او ښځو په اړه د طالبانو پر ځپونکو تګلارو نيوکې نه کوي او د نورو هېوادونو په چارو کې د "نه لاسوهنې" پر سياست ټينګار کوي.

د طالبانو حکومت سفير بلال کريمي د تېر کال ډسمبر مياشت کې په بيجېنګ کې د افغانستان په سفارت کې کار پيل کړی و.

د طالبانو حکومت د هغه مهال اعلاميه کې ويل شوي وو، "بلال کريمي په خپلو خبرو کې چینايي لوري ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې هېچا ته ګواښ نه دی متوجه او په سيمه کې ثبات او امنيت د ټولو په ګټه دی."