تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي له چین سره د ورېښمو لارې پر پرانیستلو غږېدلي
په چین کې د افغانستان سفارت ویلي چې د طالبانو له لوري ور پېژندل شوي چارسمبالي سفیر له چینايي چارواکو سره د افغانستان- چین ترمنځ د سوداګرۍ او تګ-راتګ لپاره د واخان د لارې پرانیستلو په تړاو خبرې کړې دي.
په چین کې د افغانستان د سفارت پر اېکس یا ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې د سفارت چارسمبالي سید محي الدین سادات چې طالبانو دغه سفارت ته معرفي کړی، د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو د چارو له مشر وانګ ټینشیان او د کونسلي چارو له مشر سره کتلي دي.
په بیان کې راغلي چې له ښاغلي ټینشیان سره کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلېز له لارې د راشه درشه د پیلولو په باب خبرې شوې دي.
دغه راز د سرحدي چارو د ښه مدیریت او له دې لارې د نوري فایبر پر غځولو لومړنۍ خبرې شوې دي، خو ددې خبرو -چې لومړنۍ بلل شوې، تفصیل نه دی ورکړل شوی.
واخان د افغانستان په بدخشان کې د چین له پولې سره پرته غرنۍ سیمه ده. همدې سیمه کې افغانستان له چین سره شاوخوا ۹۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
د تېر کال نومبر میاشت کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي هم له چین نه غوښتي وو چې د وا خان دهلېز بنسټونه ورغوي چې دده په وینا دا به د افغانستان طبیعي زېرمو ته د چین لاسرسی اسانه او د افغانستان له اقتصادي ودې او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.
نوموړي یوه وینا کې ویلي وو چې وا خان دهلېز یا د ورېښمو تاریخي لار د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري ډېرولی شي او د توکو د لېږد رالېږد ډاډمنه لار هم کېدای شي، خو ایا چین پر دې لاره پانګونې ته لېواله دی؟
اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی دیپلومات زردشت شمس یې په اړه وايي، د وا خان لار که څه هم د افغانستان لباره له اقصادي او سوداګریز او جیو سټراټيژیک ارزښت اړخه مهمه ده، خو د چین لپاره ښايي برعکس دومره زیات ارزښت ونه لري؛ ځکه چین د مرکزي اسیا او دېخوا له پاکستان سره مستقیمه پوله لري.
دی وايي، دا لار ډېرې پانګونې ته اړتیا لري، جګ غرونه او سخته لار یې ښايي چین دې ته اړباسي چې په دې کې دومره ډېرې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
زردشت شمس وايي، چین د پاکستان خوا ته له پخوا پانګونه کړې ده، مګر دا د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د ښې پیلامې په توګه تعبیرېدلی شي.
د طالبانو استازی له چینايي چارواکو سره د وا خان له لارې د تګ راتګ خبره داسې مهال کوي چې مهال بیا تازه کوي چې پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې وویل، د پاکستان له لارې پر سړک د چینايي ټرانزیت مالونو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېده.
د تېر کال جولای میاشت کې وا خان وروسته تر هغه د ژبو پر سر شو چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبد الکریم خرم وویل، اورېدل یې دي چې پاکستان د وا خان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د یوې لارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي خرم ویلي وو د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم پاکستان هم څو ځله دا غوښتنه کړې وه، خو نه وه منل شوې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکو مخینې ته په کتلو دې څرګندونو پراخ غبرګونونه وپارول، خو طالب چارواکو وویل، پاکستان ته د وا خان ترانزیتي لارې خبره بیخي نه ده مطرح شوې.
د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې د مخکني حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ځمکې له لارې یې له چین سره د تګ-راتګ لپاره د یو جغل سړک چارې په چټکۍ روانې دي.
چارواکو ویلي وو، دا سړک ۴۹ کیلومتره اوږدوالی لري او د بدخشان ولایت د پامیر ولسوالي له ګوبندخرد سیمې سره نښلوي او د وا خان ولسوالۍ تر پایه چې کابو د چین سرحدي نقطې ته رسېږي غځېدلی دی.