چین په افغانستان کې د څه په لټه کې دی؟

    • Author, احمد شفایی
    • دنده, بی‌بی‌سی

د روان کال په دوبي کې د امو سیند په حوزه کې "افچین" شرکت لخوا د خامو تېلو اېستل په افغانستان کې یو له مهمو خبرونو و.

د طالب چارواکو د اعلامیې له مخې، افغانستان او افچین شرکت په ګډه د سرپل په سیمه کې د تېلو د استخراج چارې پیل کړې. د طالبانو د اقتصاد وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه تړون ارزښت ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه شرکت د افغانستان په شمال کې د کانونو را ایستلو تجهیزاتو نصبولو په بدل کې، یوازې "د کان کیندنې ۲۰ سلنه اخلي."

په تېر یوه کال کې چینایي پانګوالو کابل ته ګڼ سفرونه کړي دي.

بله پروژه چې چینایانو ډېره لېوالتیا ورته ښوولې د لوګر د عینک مسو کان دی. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې دغه کان په نړۍ کې د مسو دویمه ستره زېرمه بلل کېږي.

د دغه کان د را ايستلو تړون د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له چینايي "اېم سي سي" شرکت سره لاسلیک شوی و، چې تر اوسه نه دی عملي شوی.

په روان پسرلي کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت کابل ته د چینايي شرکت د مرستیال د سفر خبر ورکړ او لیکلي یې وو، دغه چینايي چارواکي له افغان لوري سره د عینک مسو کان د استخراج په اړه د خپل شرکت د پلان په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت وايي، په دې تړاو خبرې روانې دي، خو عملي کار یې نه دی پیل شوی.

چینایان په افغانستان کې څه کوي؟

د روان کال په پسرلي کې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت افغانستان ته د چینايي شرکت "ګوچین" د چارواکو او استازو د سفر خبر هم ورکړ او لیکلي یې و، دوی د چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې د افغانستان د لیتیمو د زېرمو د استخراج لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو پانګونې اعلان کړی و.

دغه شرکت په دې برخه کې پر پانګونې سربېره د اوو میاشتو په موده کې د سالنګ ستراتیژیکې لارې د بیارغولو ژمنه هم وکړه او ویلي یې وو، په سالنګ کې به یو بل تونل هم وکیندي.

له ښاغلي دلاور سره یې د لیتیمو د استخراج په بدل کې د لغمان سړک د پخولو او هلته د اوبو برېښنا بند د جوړولو ژمنه هم کړې وه.

چینایانو د تېر کال په ژمي کې له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا د توليد په برخه کې لېوالتيا څرګنده کړې وه او د چين د سوداګرۍ خونې استازي د دغه هېواد له اجرایيه ريس د برېښنا شرکت له اجراییوي مشر محمد حنيف حمزه سره په کتنې کې ویلي وو، چین په ۱۱ هېوادونو کې د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید تجربه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم ویلي، چین لېواله دی چې دواړه هېوادونه د واخان دهلېز یا د ورېښمو لارې له لارې سره وتړي. د دې پروژې په عملي کېدو سره، دواړه خواوې د بېجینګ او کابل ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي په لټه کې دي، دا یوه داسې پروسه ده چې د افغان حکومت د عاید په زیاتولو کې مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان هم بي بي سي ته ویلي، چین په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې، خو په هېڅ برخه کې یې لا کوم رسمي تړون نه دی لاسلیک کړی.

افغانستان د چین لپاره څومره مهم دی؟

په افغانستان کې د پانګونې او ثبات لپاره د بېجینګ زیاتېدونکو هڅو ته په پام سره، اوس پوښتنه دا ده چې کابل د بېجینګ لپاره ولې دومره مهم دی؟ هغه څه چې چين تر اوسه په اقتصادي او ډيپلوماتيک برخه کې کړي دي، په افغانستان کې د چین د نفوذ لومړني ګامونه ګڼل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه حسین مهرامي په دې باور دی چې، چین د یوه نوي راټوکېدلي او پرېکنده اقتصادي ځواک په توګه په سیمه کې د سیاسي تمرکز په لټه کې دی او هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه پرېکنده ځواک په توګه ځان ثابت کړي او په افغانستان کې یې شتون ددغې چارې یوه برخه ګڼل کېږي.

د ښاغلي مهري په وینا، د چین لپاره د افغانستان د اهمیت او ارزښت دویم لامل د چین چټک اقتصادي پرمختګ او په ټوله نړۍ کې خامو موادو ته اړتیا ده. افغانستان د چین په ګاونډ کې د طبیعي او خامو موادو زېرمې لري چې چین ورته لېواله دی.

د هغه په وینا، افغانستان، د چین د "یو کمربند او یوې لارې" پلان په تړاو، د خوښې وړ ځای دی. افغانستان د چین او نورو هېوادونو تر منځ د نښلولو یوه ښه لار کېدای شي.

د کابل پوهنتون استاد اسدالله زایري په دې باور دی، افغانستان چې له جیو پولیټیک پلوه ځانګړی ارزښت لري، د چین په څېر ستراتیژیک ځواک ته د ور نژدې کېدو له اړخه لا مهم دی.

افغانستان له چین سره په یوه غرنۍ سیمه کې ۹۲ کیلومتره ګډه پوله لري چې د چین لپاره ډېر اهمیت لري.

د ده په اند په افغانستان کې د چین فعال او سوله‌ییز شتون په دوو عواملو پورې تړلی دی.

لومړی، په دغه جیوپولیټیک محور کې د امریکا شتون او نفوذ چین ډېر اندېښمن کړی، ځکه د امریکا شتون په افغانستان کې د بېجینګ ګټې له خطر سره مخامخ کولای شي.

د هغه په وينا، دويم عامل چې له افغانستان سره د چين د لېوالتيا لامل شوى، په چين کې د ناامنيو د خپرېدو او پراختيا او له افغانستان څخه د چين په تېره بيا په شينجيانګ ولايت کې د بېلتونپالو د غوړېدو په اړه اندېښنه ده.

د ده په باور له افغانستان سره د چین اقتصادي همکاري امنیتي او سیاسي دوه اړخونه لري. چین په افغانستان کې د ثبات په لټه کې دی، ځکه په افغانستان کې بې ثباتي د سخت دریځۍ د ودې لامل کېدای شي. دغه راز په افغانستان کې بې ثباتي په سیمه کې د چین دریځ له خطر سره هم مخ کولای شي.

ایا په کابل کې د رژیم ډول د چین لپاره مهم دی؟

یوه اساسي پوښتنه دا ده چې په کابل کې کوم ډول حکومت د چین د خوښې دی؟ او ایا په دغه هېواد کې د سیاسي نظام بدلون د چین په چلن کې بدلون راولي که نه؟

د ښاغلی زایري په باور د چین لپاره په افغانستان کې د نظام څرنګوالی مهم نه دی، هغه که د خلکو په خوښه وي او یا هم په بشپړ ډول زورواکی نظام، یوازېنی شی چې د چین لپاره مهم دی، هغه د افغانستان ثبات دی.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د چين د شتون اصلي انګېزه او په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا په لومړي ګام کې د امريکا د نفوذ محدودول او په دويم ګام کې په افغانستان کې د بې ثباتۍ مخه نيول دي، ځکه په افغانستان کې د بې ثباتۍ له لارې چین هم په نښه کېدای شي.

ښاغلی زایري وايي، يو پرمختللى افغانستان د چين لپاره ځکه مهم دى، چې په چين کې د افراطيت د نفوذ او د چين پر وړاندې د بې ثباتۍ لامل نه شي.

بل پلو که چين د افغانستان له اقتصاد سره د شينجيانګ د اقتصاد په نښلولو کې بريالی شي، دا به د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ او په سيمه‌ييزه کچه د چين د پرمختګ لامل هم شي.