تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د افغانستان لپاره نوی سفیر ګومارلی؛ طالبان یې د "اړیکو نوی څپرکی" بولي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، چین په کابل کې خپل نوی سفیر ګومارلی دی. د طالبانو له ارګ نه په خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د چین نوی سفیر جاو شینګ خپل باور لیک د طالبانو رئیس الوزرا ته سپاري.
وروسته له ډېرده مودې، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د رسمي کار انځورونه خپرېږي. نوموړی کابل ته له ستنېدو مخکې څو میاشتې ناروغ و او کندهار ته د "استراحت" لپاره تللی و.
دافغانستان لپاره د چین دغه نوي سفیر ته د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې رسمي مراسم هم نېول شوې وو.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټوېټر پاڼه د چین د سفیر له خولې لیکلي چې د چین دغه دیپلومات د خپل هېواد "د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه دافغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) رئیس الوزرا ته وړاندې کړل."
ښاغلی کریمي زیاتوي، د طالبانو لوموړي وزیر هیله ښودلې چې "د چین نوی سفیر به د افغانستان او چین ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې لوړې کچې ته پورته کړي" او دا یې "د نوي څپرکی پیلامه" بللې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د چین د نوي سفیر له خولې دا هم راغلي، چې "چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري" او د افغانستان پرېکړو ته درناوی لري.
چین یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نږدي اړیکي پالي او سفارت یې هم په کابل پرانیستی دی.
تېره مې میاشت کې، د کورونا وبا له پیل وروسته په لومړي ځل د چین اورمچي ښار ته له کابله د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې هم پیل شوې.
چین چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي اډو مخالف و، په تېرو دوو کلونو کې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د بشري حقونو او ښځو په اړه د طالبانو پر ځپونکو تګلارو نېوکې نه کوي او د نورو هېوادونو په چارو کې د "نه لاسوهنې" پر سیاست ټینګار کوي.
سره له دې چې چین خپل نوی سفیر د ځانګړو تشریفاتو له مخې کابل کې معرفي کړی، خو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
طالب چارواکي او پلویان یې د چین نوي دیپلومات ته په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې د پرمختګ په سترګه ګوري. خو اوس څه باندې دوه کاله وشول چې د طالبانو حکومت نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دې پېژندلی.