د ټرمپ په محاکمه کې د منصفه هیات لسګونه غړي رد شوي

د ډونالډ‌ ټرمپ په بې سارې جنايي محاکمه کې د منصفه هیات نیمايي غړي ځکه رد شوي چې، قضیه کې بې طرفه نه شو پاتی کېدلی.

دا محاکمه پرون دوشنبه د اپرېل پر ۱۵مه نیویارک کې ترسره شوې وه.

ښاغلی ټرمپ هغه تورونه ردوي، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د پورن (لوڅو) فلمونو یوې هنرمندې سټورمي ډینیئلز ته له ده سره د جنسي اړیکو درلودلو په هلکه د چوپ پاتې کېدو په بدل کې پیسې ورکړې دي.

پر هغه تور دی چې دې هنرمندې ته یې په ناقانونه توګه ۱۳۰ زره ه ډالر ورکړي .

نیویارک کې د محکمې پر ورځ د منصفه هیات له ۹۶ احتمالي غړو ۶۰ یې سملاسي ویلي چې، بې پرې نه دي.

له پاتې کسانو د دوی د خبرونو او د کتاب لوستلو عادت سربېره نورې ګڼې پوښتنې وشوې.

د منصفه هیات یوې غړې د دوشنبې پر ورځ داسې حال کې چې له محکمې وتله ویلي: "زه دا نه شم ترسره کولی."

د منصفه هیات د غړو ردول دا روښانوي چې، د جنسي تیري په یوه قضیه کې چې یو پخوانی ولسمشر پرې تورن دی او د خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي د یوې ۱۲ کسیزې بې پرې ډلې موندل څومره ګران دي.

څارنوالان وايي، ډونالډ ټرمپ دا کار د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د "غیر قانوني نفوذ" لپاره کړی، ښاغلی ټرمپ دا تورونه ردوي.

د منصفه هیات غړو د ټاکلو پړاو د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته پیل شو.

دا پړاو وروسته له هغې پیل شو چې ۶۰ کسان لاسونه پورته کړل چې بې پرې نه شي پاتې کېدای. لږ تر لږه ۳۴ کسان له غونډې ووتل.

له پاتې کسانو د کتاب او خبرونو لوستلو او د ټرمپ په غونډو کې د ګډون په تړاو پوښتنې وشوې او رخصت شول. له ۱۸ کسانو د منصفه هیات د ټاکلو اړوند ټولې پوښتنې وشوې او ځواب یې کړې.

د منهتن له مرکزه یوه کس ویلي و چې وال سټرېټ جورنال لولي. د ښار له لویدیځه یوه بل کس بیا ویلي و چې د حمام کولو پر مهال راډیو لګوي او هر‌ څه چې پکې راغلل هغه اوري. هغه بیا وروسته وضاحت وکړ چې، موخه یې د (آی پي آر) راډیو ده. دې ټولو کې یو هم رد نه شو.

له یوې ښځې وپوښتل شول چې "آیا په دې باور لرئ چې د ډونالډ ټرمپ په قضیه کې چې پخوانی ولسمشر و او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی دا به د منصفه هیات د غړې په توګه تاسې له بې پرې او منصفانه قضاوته راوګرځوي."

هغې ورته لنډ ځواب ورکړ چې"هو" او رد شوه. د ټرمپ ډلې بیا وروسته په دې اړه ځکه مخالفت وکړ چې د خبرې وضاحت و نه شو.

سره له دې چې څارنوالانو او د ټرمپ حقوقي ډله به د منصفه هیات ټولو غړو هویت پېژني، خو د قضیې د اهمیت لپاره به دا کسان ناپېژانده پاتې کېږي.