د تورخم د تګ راتګ لار د دویمې ورځې لپاره هم تړلې؛ ګڼ ناروغان او سلګونه موټر په تمه دي

تورخم

د عکس سرچینه، Taliban

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي‌ چارواکي وايي،‌ تورخم کې د طالب او پاکستاني‌ ځواکونو له نښتې وروسته نن (پنج شنبه) دویمه ورځ هم د تګ راتګ لاره تړلې ده.‌

په سیمه کې طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، له پرونۍ نښتې وروسته ډزې نه دي‌ شوې خو "د خلکو او موټرو پر مخ لاره لا هم بنده ده."

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور چارواکي قریشي بدلون بي بي‌ سي پښتو ته وویل "تورخم کې اوس وضعیت عادي دی، البته د بار وړونکو موټرو او مسافر پر مخ لاره لا هم تړل شوې.‌ د پاکستان له لوري مسافرو او ټرانزیټ ته اجازه نه ورکول کېږي."

د ننګرهار د پولیسو یو چارواکی وايي،‌ د لارې خلاصون او د ستونزې د حل لپاره "د مشرانو تر منځ خبرې روانې دي."

خو دا نه په ډاګه کوي‌ چې دا خبرې د کومې کچې چارواکو ترمنځ او په کوم ځای کې روانې دي.‌

د تورخم دواړو غاړو ته سلګونه کسان او د ټرانزیټ یا سوداګرۍ لویې لارۍ ولاړ دي. ‌‌په مسافرو کې ګڼ شمېر ناروغان هم دي چې پښتونخوا او نورو ځایونو ته د درملنې لپاره ځي.‌

ناروغان او په تازه مېوو بار لارۍ

په خیبر کې ځايي خبریال محراب شاه اپریدی وايي، پاکستاني‌ ځواکونه له جمرود سیمې هاخوا لویې لارۍ نه پرېږدي.

د نوموړي په وینا،‌ داسې ناروغان هم د کرښې بلې غاړې ته ایسار دي چې "تازه یې عملیات کړی او غواړي افغانستان ته ستانه شي."

تورخم

د عکس سرچینه، Taliban

د دغه ځايي‌ خبریال په ټکو، د ناروغانو تر څنګ لسګونه په تازه مېوو بار لارۍ د جمرود په سیمه کې درول شوې دي.

که څه هم طالب چارواکي د مرګژوبلې په اړه له څه ویلو ډډه کوي‌ خو د طالبانو د حکومت یوه ځايي چارواکي پرون د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي وو چې دوه کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، وژل شویو کې یو موټر چلوونکی او بل طالب سرتېری شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو، "یاده نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له پیلولو سره رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته وشوه."

خو پاکستاني‌ چارواکو بیا ویلي وو چې "طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله" چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و.‌

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي بي بي سي ته وویل، دغه پوسته له کرښې نژدې ۵۰۰ مترې لېرې د افغانستان خاروه کې وه او د ده په ټکو "نوې نه ده."

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلو را تلو تر څنګ د سوداګرۍ او ټرانزيټ خورا مهمه لار بلل کېږي.‌ پر دې کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د بېلا بېلو لاملونو له کبله پخوا هم نښتې شوې دي.

اوس روښانه نه ده چې پر ډیورنډ کرښه د تلو راتلو دغه مهمه لار به کله بېرته پرانیستل شي.‌