د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري

د ویډیو تشریح، د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د یو لړ ستونزو له حل سره له افغانستانه ټرانزیټ ډېر شوی دی.

اوس د افغانستان له لارې پاکستاني توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان ته ځي او له هغو هېوادونو بېرته د افغانستان له لارې پاکستان ته توکي لېږدول کېږي.