د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړې په هکله' اندېښنې راپورته شوې'

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ یا "اپټا" هوکړې وخت تر راتلونکو څو اونیو پای ته رسېږي، خو دوام یې لا هم دواړو خواو بې برخلیکه دی.

د دغه خونې مرستیال بي بي سي ته وویل اوس افغان سوداګر او خصوصي سکتور دې بې برخلیک حالت اندېښمن کړي دي. بل لور ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي او که بیا هم ځنډ سره مخ شي اوسنې هوکړه نوې کېږي.

افغانستان او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د سوداګرۍ او ټرانزیت یا اپټا هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې هوکړې له مخې افغان سوداګرو د پاکستان د واګې،ګوادر او کراچۍ بندرونو ته لارورکول کېده چې له دغو لارو هند سره سوداګریزه راکړه، ورکړه ولري او په مقابل کې یې پاکستاني سوداګر وکولای شي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګریز صادرات او واردات وکړي.

خو په تېرو کلونو کې افغان سوداګرو او یو شمېر حکومتي چارواکو په څو ځله پاکستاني چارواکي له دغې هوکړې په سرغړونو او سوداګرو ته په ستونزو جوړولو تورن کړي دي.

د دغه تړون د مهالویش له مخې د دغې هوکړې وخت د فبروري پر شلمه یانې نژدې درې اونۍ وروسته پای ته رسېږي، خو دا هغه موضوع ده چې افغان سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، دوی یې اندېښمن کړي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، سره له دې چې د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ په دې تړاو ناستې شوې، خو دواړه لوري کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي چې شته هوکړه بیا تمدید او یا یې له سره لاسلیک کړي

د ښاغلي الکوزي په خبره د دغه موضوع بې برخلیکه پاتې کېدل به د دواړو هېوادونو سوداګر له ستونزو سره مخ کړي.

افغانستان پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، د دوی او پاکستاني چارواکو تر منځ د ستونز د هوارۍ په موخه خبرې روانې دي.

په همدې حال کې د پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي لاریو د تګ راتګ پر محدودیت اندیښنه ښودلې ده.

پاکستاني رسنیو د دغه بنسټ د چارواکو له قوله راپور ورکړی، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د فبرورۍ له شلمې نېټې وروسته د هغو لاریو موټرو چلوونکي چې افغانستان ته سوداګریز توکي وړي باید پاسپورټ او ویزه ولري.

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، اوس د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د ستونز د هوارۍ په موخه خبرې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي بي بي سي ته وویل، هڅې روانې دې، هغه ستونزې چې وړاندې موجودې وې هوارې او نوې هوکړه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د قانون پر بنسټ وشي.

کابو یوه میاشت وړاندې د سوداګرۍ د افغان وزیر په مشري یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ اړیکو په اتمه غونډه کې یې د سوداګرو د ستونزو او ټرانزیټ په اړه خبرې وکړې.

دغه وزارت هغه مهال اعلان کړی و چې دواړو خواو د دغه هوکړې پرجوړښت سره سلا شوي دي.

اوس د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، ټاکل شوې په اسلام اباد او یا هم کابل کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ نهمه غونډه جوړه او په هغې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ نوې هوکړه هم لاسلیک شي.