پاکستان حکومت د ډیزلو یوه لیټر بیه ۷نیمې روپۍ زیاته کړه

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

پاکستان حکومت د شنبې پر شپه اعلان وکړ چې د ډیزلو یوه لیټر بیه کې اووه روپۍ زیاتوي، خو د پټرولو بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د پاکستان خزانې وزیر اسحق ډار لږ مخکې په یوه ویډیويي بیان کې وویل، د نفتو په نړیوال بازار کې د ډیزلو بیه له درې تر څلورو ډالرو پورې لوړه شوې ده، ځکه حکومت دا پرېکړه کړې او په وینا یې د ډ‌یزلو بیو لوړولو پرېکړه به له ځايي وخت سره سم د شپې له ۱۲ بجو وروسته عملي شي.

ښاغلی ډار وايي، تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې به د پټرولو بیې په اوسني حال پاتې شي.

په ورته مهال د پیسو نړیوال صندوق ای، ایم، ایف مسوولین، چې تازه یې پاکستان ته د پور ورکولو هوکړه کړې وايي، تمه کوي چې پاکستان به د هغو ستونزو هوارولو لپاره چې د دې هېواد اقتصاد ورسره لاس او ګرېوان دی، ټیکاو لرونکې پالیسۍ پلي کړي.

ای، ایم، ایف مسوولین وايي، په دې لړ کې یې هیله دا ده چې په ځانګړې توګه به د انرژۍ په سیکتور کې چې دوی تمه کوي، د برېښنا بیې به لوړې شي، د دې ډول پالیسو عملي کېدو ته سترګې پر لار دي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د خزانې وزیر اسحق ډار له قوله په خپل رپوټ کې وايي، پاکستان د پور ورکولو هوکړې ارزونې لپاره به د ای ایم ایف اجرايي پلاوي له غونډې مخکې د برېښنا یوه یونټ بیه کې ''له دریو، تر څلورو روپیو پورې توپیر رامنځته شي.''

د پاکستان انرژې وزیر خرم دستګیر بیا رویټرز ته ویلي، ''د اصلاحاتو مانا دا نه ده، چې بیو کې بې پایه اضافه رامنځته شي.''

د یادونې ده، چې د پاکستان حکومت او ای، ایم، ایف تر منځ د پور ورکړې په اوږدمهاله مذاکراتو کې د انرژۍ سکتور اصلاحات یو بنسټیز ټکی و.

پاکستان ته د درې میلیاردو ډالرو پور ورکړې ''سټېنډبای هوکړه'' پرون (جمعه – جون ۳۰مه) اعلان شوه او تمه کېږي چې ای، ایم، ایف اجرايي پلاوی به دا هوکړه د جولای میاشتې تر نیمايي پورې تائید کړي.