پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه د پور پیسې ترلاسه کړې

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان مرکزي بانک چارواکي وايي، د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه (ای ایم ایف) یې یو میلیارد او ۱۶۰ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی دی.

د پاکستان مرکزي بانک له لوري پر خواله رسنۍ ټویټر یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د چهارشنبې پر ورځ یې د ای ایم ایف اجرايي پلاوي له منظورۍ وروسته د پاکستان لپاره د دې ادارې د پور اووم او اتم قسط پیسې ترلاسه کړې دي.

د بانک مسوولینو په وینا دې سره به د بهرنیو اسعارو زېرمو کې زیاتوالی راشي او له نورو نړیوالو مالي ادارو به د مرستې په ترلاسه کولو کې هم مرسته وشي.

پاکستان د وارداتو او صادراتو تر منځ د ناسم انډول له کبله د بهرنیو اسعارو زېرمې له ستونزې سره مخامخ دی، او له همدې کبله له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کې هم پاموړ کموالی راغلی.

د پاکستان حکومت او ای ایم ایف تر منځ له ۲۰۱۹ کال راهیسې دې هېواد ته د پور ورکولو تازه پروګرام په هکله مذاکرات څو ځله وځنډېدل.

په تېر اپریل میاشت کې چې پاکستان کې د میان محمد شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی، له ای ایم ایف سره له سره مذاکرات پیل شول او د پاکستان خزانې وزیر مفتاح اسماعیل دا مذاکرات مثبت بللي وو.

د ۲۰۱۹ کال جولای میاشتې هوکړې له مخکې ای ایم ایف د پاکستان لپاره د شپږ میلیارده ډالره پور پروګرام منظور کړ.

ای ایم ایف پاکستان ته د دې پروګرام له مخې تېر کال درې میلیارده ډالره پور ورکړ، خو د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې دغه پروګرام وځنډېد.

ای ایم ایف له پاکستان حکومته غوښتل چې د برېښنا او تېلو بیو کې ورکړل شوې سبسډي ختمه کړي. پاکستان حکومت له څه مودې ځنډ وروسته څو ځله د تېلو بیې زیاتې او سبسډي یې ختمه کړه.

نن هم پاکستان حکومت د تېلو بیو کې د زیاتوالي اعلان کړی.

د پاکستان خزانې وزارت یوې تازه اعلامیې له مخې د پټرولو یوه لیټر بیه دوه اعشاریه اووه او ډیزلو بیه کې دوه اعشاریه ۹۹ روپۍ زیاتې شوې دي. دې سره به د پیټرولو نوې بیه ۲۳۵.۹۸ روپۍ او د ډیزلو بیه ۲۴۷.۴۳ روپیو ته رسېدلې دي.