زېلینسکي له روسیې د اوربند منلو لپاره د فشار غوښتنه وکړه؛ ټرمپ له پوتین سره خبرې "ګټورې" وبللې

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ واشنګټن کې د عدلیې وزارت کې خپله وروستۍ وینا کې وویل، امریکا له اوکرایین او روسیې سره "ښې خبرې" درلودې. هغه ټینګار کړی چې دا بهیر به "اسانه نه وي".

د جي اوو هېوادونو وزیرانو د خپلو اختلافاتو له پرېښودو سره، روسیې ته خبرداری ورکړی که د امریکا وړاندیز شوی اوربند ونه مني، نو له نورو بندیزونو سره به مخ شي. له دې وړاندې، ډونلډ ټرمپ اعلان کړی و چې له ولادیمیر پوتین سره د امریکا خبرې "ښې او ګټورې" وې.

په همدې حال کې، ولادیمیر پوتین د اوکراییني سرتېرو د ژغورنې لپاره د ټرمپ غوښتنه د هغوی د "تسلیمېدو" پر شرط پورې تړلې وبلله. اوکرایین دا ادعا ردوي چې ځواکونه یې کلابند شوي دي.

د دیپلوماتیکو هڅو له زیاتوالي سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ د "محتاطانه خوشبینۍ" خبر ورکړی، چې کېدای شي روسیه او اوکرایین د اوربند هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي د جي اوو هېوادونو د وزیرانو له ناستې وروسته یوه خبري کنفرانس ته وویل، لا هم دا معلومه نه ده چې امریکا، اوکرایین او روسیه د دې تړون په اړه څومره همغږي دي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشل کې لیکلي: "موږ پرون له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ډېرې ښې او ګټورې خبرې درلودې. ښایي دا وحشتناکه او خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي."

د ۳۰ ورځني اوربند طرحه

امریکا د روسیې او اوکرایین ترمنځ د ۳۰ ورځني موقت اوربند طرحه وړاندې کړې. کېیف د دې اونۍ په لومړیو کې له امریکايي پلاوي سره له سلا مشورې وروسته له دې طرحې سره موافقه کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته، ولادیمیر پوتین د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف سره په کرېملېن کې ولیدل.

د دې لیدنې تر مخه، پوتین د ټرمپ د ۳۰ ورځني اوربند د وړاندیز هرکلی وکړ، خو د روسیې د ګډون لپاره یې ځانګړي شرطونه اېښي دي.

ډونلډ ټرمپ واشنګټن کې د عدلیې وزارت کې خپله وروستۍ وینا کې وویل، امریکا له اوکرایین او روسیې سره "ښې خبرې" درلودې. هغه ټینګار کړی چې دا بهیر به "اسانه نه وي".

هغه وویل: "فکر کوم ډېرې ښې پایلې ته رسېدلي یو. بالکل تر دې وړاندې چې دلته راشم، ما نسبتاً ښه خبرونه ترلاسه کړل."

سره له دې چې دیپلوماتیکې هڅې دوام لري، خو جګړه لا هم سخته شوې ده.

ukraine

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اوکراییني ځواکونو د تېر کال په اګست کې د روسیې پر لوېدیځه سیمه، چې له اوکرایین سره پوله لري، ناڅاپي برید وکړ.

ډونلډ ټرمپ وویل، د اوکرایین ځواکونه د کورسک په سیمه کې "محاصره" او له "جدي خطر" سره مخ دي، خو اوکراین دا ادعا ردوي. ټرمپ ټینګار وکړ: "ما له پوتین وغوښتل چې دا سرتېري ونه وژني. موږ نه غواړو چې هغوی ووژل شي."

پوتین د ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې د "کلابندو اوکرایني سرتېرو" د بخښنې شرط پر"تسلیمېدو" پورې تړلی

ډ‌ونلډ ټرمپ څو ساعته مخکې له ولادیمیر پوتین د هغو اوکراییني سرتېرو ژوند ژغول غوښتي وو چې ویل کېږي "د روسي ځواکونو لخوا په بشپړ ډول کلابند شوي او په ډېر بد او نازک وضعیت کې دي".

د ټرمپ د دې غوښتنې په ځواب کې، ولادیمیر پوتین وویل چې دی به د ټرمپ غوښتنه پام کې ونیسي، خو زیاته یې کړه چې د جګړې مخنیوی به یوازې هغه وخت ممکن وي که "کلابند اوکراییني سرتېري تسلیم شي" او هغوی باید د بخښنې لپاره "خپل وسلې پر ځمکه کېږدي".

خو د اوکرایین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وروسته اعلان وکړ چې د کورسک په سیمه کې د اوکراییني ځواکونو د کلابندۍ ادعا ناسمه ده.

اوکرایني ځواکونو د تېر کال په اګست کې د روسیې پر لوېدیځه سیمه، چې له اوکرایین سره پوله لري، ناڅاپي برید وکړ. د دې برید په اوج کې، اوکرایین ادعا وکړه چې ۱۰۰ ښارونه او کلي یې نیولي، خو له هغه وخته راهیسې خو روسیې د دې سیمو ډېره برخه بېرته نیولې ده.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر په یوه خبري کنفرانس کې خپل ځواکونه د کورسک د بشپړ نیولو له امله "ستایلي" دي. هغه چې تازه دې ستراتیژیک ښار ته ورغلی و، په خپلو څرګندونو کې وویل چې د جګړې د جبهې اوسنی وضعیت داسې دی چې "اوکرایین په طبیعي ډول د اوربند غوښتنه وکړي".

پرون د اوکرایین د پوځ قومندان الکساندر سیریسکي وویل، د دوی ځینې ځواکونه له کورسک څخه د شا تګ په حال کې دي. هغه په ټیلیګرام کې لیکلي: "په تر ټولو سختو شرایطو کې، زما لومړیتوب تل د اوکراییني سرتېرو ژوند ژغورل دي".

زېلینسکي له پوتین د اوربند د منلو لپاره د فشار غوښتنه وکړه

map

په داسې حال کې چې ډونلډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر د اوربند وړاندیز ته غبرګون مثبت بللی، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي وايي، مسکو هڅه کوي چې د اوربند خبرې اترې پېچلې کړي، دیپلوماتیک بهیر له ناکامۍ سره مخ کړي او جګړه اوږده کړي.

هغه د ولادیمیر پوتین شرطونه "د نه‌منلو وړ" وبلل.

د اوکرایین ولسمشر پر "اېکس" لیکلي، اوکرایین او اروپایي ټلوال یې "ټینګ تفاهم ته" رسېدلي دي.

زېلینسکي، چې د اوکراییني پلاوي او امریکا ترمنځ د عربستان مذاکراتو ته په اشاره وویل د واشنګټن د اوربند وړاندیز یې "سملاسي" منلی دی.

خو هغه پوتین د جګړې د ډګر د وضعیت، د مرګژوبلې شمېر او د روسیې د اقتصادي شرایطو په اړه "دروغ‌ویل" وبلل.

هغه لیکلي: "پوتین له دې جګړې نه شي وتلی، ځکه چې د هغه لپاره هېڅ نه پاتې کېږي". زیلېنسکي په پای کې د روسیې پر ضد د فشار لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي دواړه خواوې "هېڅکله دومره د سولې ته نه وې نژدې شوې".

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي د امریکا ولسمشر هڅه کوي روسیه اوربند منلو ته اړباسي.

بله خوا، د "جي-۷" هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کاناډا کې د خپلې غونډې پر مهال د امریکا د اوربند د وړاندیز ملاتړ اعلان کړ او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېد لمي وویل: "موږ بې له قید او شرطه پرته اوربند غواړو".