تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سټارمر او بایډن لیدنه؛ اوکرایین لخوا د اوږد واټنه توغندیو کارېدو په تړاو نوې ژمنه نه ده شوې
د امریکا ولسمشر جو بایډن، او د بریتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر، سپینه ماڼۍ کې له کتنې وروسته، اوکرایین ته د روسیې په خاوره کې دننه د هدفونو ویشتلو لپاره د اوږد واټنو توغندیو د کارولو د اجازې ورکولو په تړاو کومې پرېکړې ته د رسېدو یادونه نه ده کړې.
د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، چې دغه خبرې د ټولیزې تګلارې په اړه وې، او په وینا یې، د کوم ځانګړي ګام په اړه سره نه دي غږېدلي.
هغه دا خبره رد کړه، چې ګواکې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو مشران په خپلې هغې ګواښنې وېرولي، چې ویلي یې دي، که اوکرایین ته د روسیې پر وړاندې د اوږدواټنو وسلو د کارونې اجازه ورکړي، نو دا به له مسکو سره په جګړه کې د دغه پوځي سازمان د ورښکېلېدو په مانا وي.
ښاغلي سټارمر وویل چې له ولسمشر بایډن سره په لیدنه کې یې د اوکرایین، منځني ختیځ او هند – ارام سمندر په اړه خبرې کړې دي.
تمه وه چې دواړه مشران به کیېف ته د روسیې خاوره کې دننه د ځینو اهدافو ویشتلو لپاره د لوېدیزو متحدانو لخوا د ورکړل شویو اوږد واټنه توغندیو د کارېدو د اجازې په اړه یوه پرېکړه هم اعلان کړي.
خو له لیدنې وروسته د بریتانیا د لومړي وزیر خبرو کې د داسې کوم څه څرک نه دی لیدل شوی.
ښاغلي سټارمر د دې پوښتنې په ځواب کې ایا جو بایډن یې قانع کړ چې اوکرایین ته اجازه ور کړه، د لوېدیځ لخوا په ورکړل شویو اوږد واټن ویشتونکو وسلو د روسیې خاوره په نښه کړي، وویل له ښاغلي بایډن سره یې د اوکرایین، منځني ختیځ او د هند-ارام سمندر په څېر پر بېلابېلو موضوعاتو ګټورې خبرې اترې کړې دي.
سپینې ماڼۍ هم ویلي، دوی په دغه لیدنه کې د ایران او شمالي کوریا له خوا روسیې ته د وژونکو وسلو د ورکولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
له جوبایډن سره د کیېر سټارمر له لیدنې وړاندې په یوه جلا خبري کنفرانس کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، واشنګټن په هغو محدودیتونو کې د څه بدلون راوستل نه غواړي چې اوکرایین ته د روسیې خاوره کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره د امریکا د جوړو شویو وسلو د نه کارولو په اړه وضع شوي دي.
اوکرایین له خپلو لوېدیزو ملاتړو روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره د دغو وسلو د کارولو اجازه غواړي.
خو لوېدیز ملاتړي یې د کړکېچ د پراخېدو له وېرې داسې څه ته زړه نه ښه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ور کړی، که اوکرایین ته دغه اجازه ورکړل شي، نو دا به له روسیې سره د ناټو، اروپايي هېوادونو او امریکا د مخامخ جګړې په مانا وي.
د اوکرایین جګړه؛ د پوتین ګواښونه، د لوېدیځ غبرګون
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، پر روسیه د اوږده واټن توغندیو توغولو لپاره به اوکرایین د لویدیزو هېوادونو د سپوږمکیو معلوماتو ته اړتیا ولري او یوازې د ناټو غړي هېوادونه کولی شي چې د دغو توغندیو سیستم ته د اهدافو اړوند مالومات دننه کړي.
روسیې مخکې هم لوېدیزو هېوادونو ته سرې کرښې کښلې وې چې له پامه غورځول شوې یې ګڼي.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه، چې کله ولسمشر پوتین اوکرایین کې د خپلو "ځانګړو پوځي عملیاتو" پیل اعلاناوه، نو "هغو کسانو ته یې خبرداری ورکړ چې ممکن له بهره مداخله وکړي".
هغه ویلي و: "که هر څوک زموږ په لاره کې ودرېږي یا زموږ هېواد او خلکو ته ګواښونه رامنځته کړي، باید پوه شي چې روسیه به سملاسي ځواب ورکړي... او پایلې به یې داسې وي چې تاسو په خپل ټول تاریخ کې کله نه وي لیدلي."
خو لویدیزو مشرانو تر اوسه هغه څه له پامه غورځولي چې په هغه وخت کې ورته د یوې اټومي شخړې د احتمال په سترګه کتل کېدل.
د کیېف لوېدیزو ملاتړو له هغه وخت راهیسې دغه هېواد ته ټانکونه، د توغندیو پرمختللي سیسټمونه او په دې وروستیو کې امریکايي اېف-۱۶ جنګي جټ الوتکې ورکړې دي.
روسیې لا د مخه اوکرایین تورن کړی چې په جګړه کې یې پر کریمیا د امریکا اوږده واټنه توغندي کارولي دي.
د روسيې ولسمشر له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې هغه په دې اند دی چې د اوکرایین لخوا د لویدیزو هېوادونو د ورکړل شويو توغنديو کارول به جګړه یوه نوي پړاو ته دننه کړي.
هغه څه چې پوتین پروني خبرداري کې روښانه نه کړل دا دي، چې که دغه کار کیږي، نو د روسیې ځواب به ورته څه وي.
نوموړي یوازې دومره وویل: "موږ به د هغو ګواښونو پر بنسټ چې موږ ته به رامنځ ته کیږي، اړوندې پرېکړې وکړو."
پوتین په جون میاشت کې په دې تړاو د ځینو احتمالي ځوابي اقداماتو یادونه کړې وه.
له هغه د نړیوالو خبري اژانسونو له مشرانو سره په یوه ناسته کې وپوښتل شول چې که اوکرایین ته فرصت ورکړل شي چې د لوېدیځ لخوا په ورکړل شویو وسلو د روسیې خاوره کې دننه اهداف په نښه کړي، نو روسیه به څه ډول غبرګون وښيي؟
نوموړي وویل: "لومړی به، البته، موږ خپل هوایی دفاع سیستمونه پرمختللي کړو. موږ به د دوی توغندي له منځه یوسو... دویم، موږ باور لرو که څوک دا فکر کوي چې دا ممکنه ده چې دا ډول وسلې د جګړې سیمې ته ولېږدوي چې زموږ په خاوره برید پرې وکړي او موږ لپاره ستونزې جوړې کړي، نو موږ ولې نشو کړای چې د نړۍ هغو سیمو ته د ورته کچې وسلې وسپارو چې جګړه پکې روانه ده او د هغو هېوادونو حساس تاسیسات په نښه کړي چې د روسیې په ضد دغه ګام اخلي؟."
د روانې میاشتې په پیل کې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال، سرګي ریابکوف، اعلان وکړ چې روسیه خپل اټومي دکتورین ته بیاکتنه کوي: هغه سند چې په کومو شرایطو کې مسکو کولی شي د اټومي وسلو کارولو په اړه غور وکړي.