د اوکرایین د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پر سر د پوتین او لوېدیځ ترمنځ ناندرۍ؛ روسيه شپږ بریتانوي ديپلوماتان شړي

روسیه وايي شپږ بریتانوي ډیپلوماټان به د جاسوسۍ او تخریب په تور له هېواده وباسي. د روسیې د فدرالي امنیت ادارې ویلي چې دا دیپلوماتان د روسیې د ستراتیژیکې ماتې د یوې هڅې یوه برخه وه او د دوی اسناد لغوه شوي دي.

دا خبر په داسې حال کې اعلان شو چې ټاکل شوې ده د بريتانيا صدر اعظم په سپينه ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

تر دې مخکې ولادیمیر پوتین د خپل هېواد پر ضد د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو کارول د ناټو د مستقیمې ننوتنې او د اوکرایین جګړې ته د وسلو د استولو په معنا ګڼلي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په مسکو کې د بریتانیا سفارت له "دیپلوماتیکو اصولو بهر" د پښې په اېښودو تورن کړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ددغو تورونو په غبرګون کې دا "په بشپړ ډول بې‌اساسه" بللي دي.

د پوتین ګواښ ته غبرګون؛ سټارمر وايي روسیه د اوکرایین جګړه پای ته رسولی شي

د بریتانیا لومړی وزیر سر کیېر سټارمر وايي، اوکرایین کې جګړه روسیې پیل کړې او که وغواړي "همدا اوس" یې بېرته پای ته رسولی شي.

هغه دا څرګندونې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه خبرداري په غبرګون کې کړې، چې که د لوېدیځ لخوا اوکرایین ته ورکړل شوي توغندي د روسیې پر خاوره وتوغول شي نو دا به جګړه شدیده کړي او مسکو به یې د ناټو مستقیمه ښکېلتیا وګڼي.

ښاغلی سټارمر واشنګټن کې دی او ټاکلې نن جمعه د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

د اوکرایین دغه مهم متحدان پر دې غږېږي چې ایا کیېف ته د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره د اوږد واټنه توغندیو د کارېد اجازه ورکړي که څنګه.

دا په داسې حال کې ده چې ولادیمیر پوتین پنجشنبه د روسیې دولتي تلویزیون ته وویل "دا به د اوکرایین په جګړه کې د ناټو هېوادونو – د امریکا او اروپايي هېوادونو له مستقیمې ښکېلتیا پرته بله مانا ونه لري."

د روسیې ولسمشر ویلي "دا [په جګړه کې] مستقیم ګډون دی. او یقینآ چې دا به د جګړې جوهر او ماهیت په بنسټیز ډول بدل کړي."

هغه زیاته کړې، "که داسې وي نو موږ به د هغو ګواښونو له مخې چې موږ ته پېښېږي، اړوندې پرېکړې وکړو."

خو د بریتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر په داسې حال کې چې د پنجشنبې مازیګر واشنګټن ته روان و، په الوتکه کې خبریالانو ته د ښاغلي پوتین د دغو څرګندونو په غبرګون کې وویل، په اوکرایین کې جګړه روسیې پیل کړې او بېرته یې پای ته هم رسولی شي.

هغه ویلي "دا جګړه روسیې پیل کړه. روسیې په ناقانونه توګه پر اوکرایین یرغل وکړ. روسیه دا جګړه همدا اوس پای ته رسولی شي."

کیېف ته د روسیې خاوره کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره د اوږد واټنه توغندیو د کارولو د اجازې بحث تر هغې وروسته تود شوی چې د ایران لخوا مسکو ته د اوکرایین جګړې لپاره د بالېستیک توغندیو د ورکول کېدو رپوټونه خپاره شول.

د امریکا او بریتانیا بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ اوکرایین ته د سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د ایران بالېستیک توغندیو ته د روسیې لاسرسی به د اوکرایین د جګړې معادله بدله کړي.

د اوکرایین ولسمشر او نور چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په پرله پسې ډول له خپلو لوېدیزو متحدانو غواړي د دې اجازه ورکړي چې د دوی لخوا ورکړل شوي اوږد واټنه توغندي په روسیه کې دننه د ځینو اهدافو ویشتلو لپاره وکاروي.‌

خو لوېدیځ کېیف ته د دغه کار اجازه تر اوسه له دې وېرې نه ده ورکړې، چې دا به کړکېچ لا پسې زیات او امریکا او اروپايي هېوادونه نېغ په نېغه جګړه کې ورښکیل کړي.‌

ټاکلې د بریتانیا لومړی وزیر له واشنګټنه تر راستنېدو وروسته د یکشنبې پر ورځ ایټالیا ته ولاړ شي.

نوموړی به هلته له لومړۍ وزېرې جیورجیا مېلوني سره وګوري.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي‌ هېوادونو (جي-۷) نوبتي مشري اوس له ایټالیا سره ده.‌

تر هغې یوه اوونۍ وروسته د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک کې راټولېږي.