امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسه پر 'ایران‌ایر' هوايي شرک‍ت بندیز لګوي

د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، جرمني او فرانسې نن اعلان وکړ، چې پر 'ایران‌ایر' هوايي شرکت روسیې ته د بالېستیک توغندیو د لېږدولو له کبله بندیزونه لګوي.

د دغو بندیزونو خبر لومړی د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن سې شنبه لندن کې له خپل بریتانوي سیال ډېوېډ لېمي سره په کتنه کې ورکړ.

هغه وویل، امریکا د خپلو نویو بندیزونو په لړ کې د ایران له خوا روسیې ته د بالستیک توغندیو استولو له امله پر 'ایران‌ایر' هوايي شرکت بندیزونه لګوي.

تر دې وروسته جرمني، فرانسې او بریتانیا هم د ورته ګام اعلان وکړ.

دغو هېوادونو روسیې ته د ایران بالستیک توغندیو لېږل چې د اوکرایین په جګړه کې کارول کېږي، غندلی دی.

دغو درېیو اروپايي هېوادونو په یوه اعلامیه کې ویلي، "موږ به له ایران سره د دوه اړخیزو هوايي خدمتونو د تړون لغوه کولو لپاره سملاسي ګامونه اوچت کړو".

دوی زیاته کړې، چې د ایران هوايي شرکت به د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر سې‌شنبه له خپل امریکايي سیال سره ګډه خبري غونډه کې د ایران لخوا روسیې ته د بالستیک توغندیو استول کېدل "کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی" وباله.

ښاغلي لېمي د ایران دا کړنه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې بریتانیا او امریکا په دې برخه کې د "همغږۍ په حال کې" دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن لندن ته د دې لپاره راغلی چې له لومړي وزیر کیر سټارمر او بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لېمي سره خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې ټاکلې ښاغلی سټارمر د روانې اوونۍ پای کې په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

پر ایران د بندیزونو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې اروپايي ټولنې تېره ورځ وویل، له خپلو متحدانو څخه یې له ایرانه روسیې ته د بالېستیک توغندیو د لېږلو په اړه "باوري" معلومات ترلاسه کړي دي. خو وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي و، دا خبره نه شي تاییدولی.

د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت روسیې ته د بالېستیک توغندیو د استولو په تړاو د راپور له خپرېدو وروسته تېره ورځ کیېف کې د ایران شارژدافیر 'شهریار اموزګار' احضار کړی و.

خو تهران په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول روسیې ته د بالېستیک توغندیو د استولو راپورونه رد کړي دي.

د ایران لخوا روسیې ته د بالېستیک توغندیو د ورکولو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې مسکو په وروستیو اونیو کې د اوکرایین پر ښارونو او بنسټیزو تاسیساتو د توغندیو بریدونو ته زور ورکړی دی.

اوکرایین: بندیزونه کافي نه دي

د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر مشر اندري یرمک د ایران پر ضد د نویو بندیزونو په غبرګون کې پر ټېلېګرام لیکلي، دا بندیزونه کافي نه دي.

هغه له خپلو متحدانو غوښتي، کیېف ته اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کې دننه پر پوځي اهدافو برید لپاره له لویدیزو وسلو کار واخلي.

اندري یرمک دا هم ویلي، اړتیا ده چې اوکرایین ته "د اوږد واټن ویشتونکي توغندي" ورکړل شي او خپل هوايي دفاعي سیستم "پیاوړی" کړي.

وال سټریټ ژورنال د جمعې پر ورځ د امریکايي او اروپايي چارواکو له قوله لیکلي وو، ایران روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي استولي چې د اوکرایین په جګړه کې یوه قوي وسیله کېدای شي.