د امریکا استخبارات: روسیه د ایران په همکارۍ د ډرونونو کارخانه جوړوي‌

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې په مسکو کې بې پیلوټه الوتکو د یوې کارخونې جوړیدو په تړاو د روسیې او ایران همکاري ښايي پر اوکرایین بریدونو لپاره د کرېملین وړتیا زیاته کړي.‌

سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي چې روسیه دغه کارخونه د ایران په همکارۍ جوړوي او دا چې د رغېدو چارې یې ښايي د راتلونکي زیږدیز کال په لومړیو کې بشپړې شي.

په دغو استخباراتي مالوماتو کې راغلي چې د دې کارخانې په جوړیدو سره به روسیې ته د اوکرایین جګړې لپاره د ډرون الوتکو یوه ستره زېرمه په لاس ورشي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تېره میاشت د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په استناد ویلي وو چې دغه کارخونه د روسیې په ځانګړې اقتصادي سیمه "الابوګا" کې جوړېږي.

هغه زیاته کړې وه چې مسکو له تهرانه اړین مالوماتو او تجهیزات ترلاسه کوي.‌

د رپوټونو پر بنسټ ایران وار له مخه روسیې ته سلګونه چاودیدونکي ډرونونه او همدا راز د دغو الوتکو اړوند تجهیزات ورکړي دي.

د امریکا پوځي شنونکي وايي‌ ایران پرله پسې د خزر سیند له لارې روسیې ته د توپ مرمۍ، بې پیلوټه الوتکې او نور تجهیزات استوي.‌

دوی زیاتوي چې د دغو تجهیزاتو د لېږد لپاره داسې بېړۍ کارول کېږي چې پټ تګ راتګ کوي او یا یې د څارل کېدو سیستم غیر فعال وي.‌

د دغو شنونکو په باور ایران تر دې دمه روسیې ته له ۴۰۰ ډېر شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶ او همدا راز د مهاجر په نوم ډرونونه ورکړي، خو روسیې نږدې دا ټول ډرونونه د اوکرایین جګړه کې کارولي.

امریکا وايي د هغو بې پیلوټه الوتکو بېلابېلې بېلګې یې څېړلې چې روسیه ترې د اوکرایین جګړه کې ګټه اخلي او دا چې د دغو ډرونونو د ایراني والي له شواهدو انکار نشي کېدای.‌

د سي‌اېن‌اېن په وینا د امریکا استخباراتي چارواکو خبریالانو ته د ایران د شاهد ۱۰۱ ډرون ځینې ټوټې هم ورښودلي چې په عراق کې لوېدلې ده.‌

د دوی په وینا ایران ښايي وغواړي چې روسیې ته دا ډول ډرونونه هم واستوي ځکه وزن یې کم دی او په اسانه لېږدول کېدای شي.

د روسي ځواکونو لخوا د اوکرایین په جګړه کې د ایراني ډرونونو کارېدل د دې لامل شوي، چې امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنه پر تهران نور بندیزونه ولګوي.

په دغو بندیزونو کې تر ډېره د ایران د پوځي صنعت سکتور او د پوځي ډرونونو په څېر د وسلو جوړولو اړوند شرکتونه په نښه شوي‌ دي.‌

د ایران بهرنیو چارو وزارت مني چې پر روسیې یې یو شمېر ډرونونه پېرلي خو وايي دغه الوتکې یې مشخصآ د اکرایین په جګړه کې د مرستې لپاره مسکو ته نه دي ورکړي.

خو امریکايي چارواکي ادعا کوي چې ایران د اوکرایین جګړه کې له روسیې سره همکار دی او ان دا چې د ایران پوځي کارپوهان په کرایمیا ټاپووزمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی د اوکرایین جګړه کې بې‌طرفه دي.‌