اوکرایین جګړه؛ امریکا وايي، د ډرون ایراني کارپوهان په کرایمیا کې ځای پر ځای شوي

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ایران د روسیې په اشغال شوې کرایمیا کې پر اوکرایین د ډرون بریدونو کې د مرستې لپاره پوځي ماهرین ځای پر ځای کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا په کرایمیا کې ځای پر ځای شوي ایرانیان روزونکي او د تکنالوژۍ ماهرین دي.

تېره دوشنبه د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف د کامیکازې ډوله ډرون بریدونه وشول، چې روسیې الوځولي وو، خو باور کېږي چې ایران جوړ کړي وو.

د یادونې ده، چې بریتانیا پر هغو ایراني سوداګریو او کسانو بندیزونه لګولي چې دغه ډول ډرون ورکوي.

د سپینې ماڼۍ ملي امنیت ویاند جان کیربي په دې هکله وویل: ''زموږ ارزونه دا ده چې ایراني پوځي کسان په کرایمیا کې دي او له روسیې سره یې په دې عملیاتو کې مرسته کړې ده. ''

نوموړي خبریالانو ته وویل، ''نسبتاً لږ شمېر '' ایرانیان هلته د تخنیکي مرستې لپاره شته او روسیان د ډرون کارولو چاره تر سره کوي.

ښاغلي کیربي زیاته کړه: ''تهران اوس د عمل په ډګر کې مخامخ د داسې وسلو په ورکړه کې ښکېل دی، چې په اوکرایین کې پر ملکیانو او ملکي تاسیساتو اغېز کوي. ''

د نوموړي په وینا امریکا به له ''هرې لارې '' د ایران د دې کړنو ''مخنیوي، رسوا کولو او مقابلې '' لپاره کار وکړي.

اوکرایین دغه ډول ډرون چې د دوشنبې ورځې په بریدونو کې کارول شوي د شهید-۱۳۶ په نامه پېژندلي دي.

دغه ډول ډرون له دې کبله کامیکازې بلل کېږي چې په بریدونو کې خپله ډرون هم له منځه ځي او کامیکازې نوم په دویمه نړیواله جګړه کې د هغو جاپاني پیلوټانو لپاره کارول کېده، چې د ځانمرګي بریدونو لپاره به یې الوتنې کولې.

روسیې په اوکرایین کې د مهمو تاسیساتو ویجاړولو لپاره دغه ډول ډرون او توغندي کارولي دي، چې پایله کې یې له تېرې دوشنبې راهیسې دوه، دریېمه برخه اوکراییني برېښناکوټونه ویجاړ شوي دي.

له همدې کبله د سې شنبې پر ورځ اوکرایین چارواکو د برېښنا پر کارولو یو لړ محدودیتونه هم ولګول.