تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زیلېنسکي له خپلو ملاتړو د روسیې د ننه د اوږدمهاله واټن توغندیو کارولو اجازه غوښتې
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زيلېنسکي په جرمني کې په يوه غونډه کې د اوکرایین له پوځي ملاتړو وغوښتل چې په روسیه کې دننه د هدفونو ویشتلو ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو اجازه ورکړي.
ولسمشر زيلېنسکي چې د جرمني په سوېل لوېدیځ رامشټاین هوايي اډه کې د خپل هېواد د پوځي ملاتړو غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین تر څنګ ناست و، خپله هغه غوښتنه تکرار کړه چې اجازه دې ورکړل شي، د اوږده واټن ویشتونکي توغندي په روسیه کې د ننه پر هدفونو د برید لپاره وکاروي.
نوموړي وويل، "اوس موږ اورو چې ستاسو د اوږده مهال پالیسي نه ده بدله شوې. موږ فکر کوو چې دا ناسمه ده چې داسې ګامونه واخیستل شي. موږ ته دا د اوږد واټن وړتیا نه یوازې په اوکرایین کې د نیول شویو سیمو، بلکې په روسیه کې د سیمو لپاره اړینه ده. هو، تر څو روسیه سولې ته وهڅېږي."
ښاغلي زيلېنسکي زیاته کړه چې دا د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده. هغه وویل، ولسمشر پوتین د روسیې د ځمکې او خلکو پروا نه کوي او سوله نه غواړي.
نوموړي وويل، "موږ غواړو دا جګړه ختمه کړو. موږ سوله غواړو. موږ غواړو خپل خلک او تر ټولو مخکې خپل هېواد وساتو؛ او دا پوتین دی چې سوله نه غواړي او د ځمکو په نیولو پسې دی. هغه زموږ ښارونه او د هغو پاتې شوني غواړي. ځکه نو موږ ته ځواک په کار دی. موږ باید روسیه اړ کړو چې سوله ولټوي. موږ باید روسیې ته دا وښیو او حتی روسي سرتېري په دې اړه فکر ته وهڅوو چې دوی ته څه پکار دي - سوله او که پوتین؟."
دغې غونډې ته د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس هم ویلي چې که څه هم د واشنګټن لخوا اوکرایین ته د ورکړل شویو پوځي تجهیزاتو د کارولو اړوند نظر څرګندول نه غواړي، خو زیاته يې کړه چې له ولسمشر زیلېنسکي سره په دې اړه همغږی دی چې همټلوالو د هوايي ډال د سیستم ورکړه ځنډولې.
بلخوا د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ پر چین نیوکه کړې، چې د روسیې ملاتړ کوي. چین بیا-بیا روسیې ته د وسلو ورکړه رد کړې، خو دا تور پرې شته چې داسې برېښنايي او نورې پرزې پلوري چې پوځي کارندوالی لرلی شي.
اوسلو کې د ناروې له لومړي وزیر سره په یوه خبري غونډه کې د وینا پر مهال ینس سټولټنبرګ د بیجینګ حکومت ته د دغه پرلپسې ملاتړ له امله خبرداری ورکړ.
نوموړي وويل، "چین پر اوکرایین د روسیې د جګړې یو ستر شونی کوونکی ګرځېدلی. له نامحدود شراکت او دفاعي صنعتي بنسټ ته له ملاتړه يې ښکاري. په دې کې د دوه ګوني کارندوالي توکو لکه د وسلو پرزو، وسایلو او خامو توکو استول راځي. زه له چین څخه غواړم چې د روسیې د ناقانونه جنګ ملاتړ ودروي. چین نه شي کولی د اروپا تر ټولو لوې پوځي شخړې ته زور ورکړي پرته له دې چې د بیجېنګ ګټې او شهرت اغېزمن کړي."
پر اوکرایین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې د شاوخوا دوو کلونو او اوو میاشتو په تېرېدو لا هم د دغې جګړې د پای څرک نشته.
لا هم د اوکرایین له بېلابېلو سیمو په تېره بیا له لوېدیځو ښارونو د روسیې په هوايي بریدونو کې د مرګژوبلو راپورونه ورکول کېږي.