تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بوکر نړیوالې جایزې ګټونکې لیکواله بانو مشتاق څوک ده؟
د هندۍ لیکوالې، مدني فعالې او مدافع وکیلې بانو مشتاق د لنډو کیسو ټولګې هارټ لمپ (د زړه څراغ) ته د ادبیاتو سږ کال بوکر نړیواله جایزه ورکړل شوې.
بانو مشتاق د (کنډا) ژبې لومړنۍ لیکواله ده، چې دا تاریخي ویاړ ګټي.
د جایزې ورکوونکي پلاوي غړو د مېرمن مشتاق د کیسو کرکټرونه ''له سختیو سره د ډغره وهوونکو او بقا لپاره د سختیو ګالونکو په زړه پورې تصویرونه'' بللي دي.
مېرمن مشتاق دا کیسې د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ لیکلې دي.
د زړه څراغ کیسو ټولګه د هند په سویلي سیمو کې د اوسېدونکو مسلمانو ښځو د ژوند کړاونو او سختیو ګاللو خورا له درده ډک تصویر انځوروي.
دیپا بهاستهي د دې کیسو غورچاڼ یو ځای کړی او انګلیسي ته یې ژباړلی، چې په ۵۰ زره پاونډه جایزه کې هم شریکه ده.
د جایزې له منلو وروسته مېرمن مشتاق له لوستونکو مننه وکړه، چې په وینا یې د دې خبرو یې زړونو ته لار وموندله. د جایزې منلو پر مهال دې وویل: ''دا کتاب له هغه فکره وزېږېد، چې هېڅ یوه کیسه هم بې ارزښته نه ده؛ چې د انساني تجربو په اوبدلي ټغر کې هر یو سپڼسی (تار) خپل ځای او اهمیت لري.''
دا زیاتوي: ''په داسې یوه نړۍ کې چې اکثر زموږ د وېشلو هڅې کېږي، ادب یوازینی سپېڅلی ځای دی، چې که د یو څو پاڼو لپاره هم وي، خو موږ د یوه بل په زړه او ذهن کې اوسېدو ته پرېږدي.''
بهستي بیا لومړۍ هندۍ ژباړنه ده، چې بوکر جایزه ورکول کېږي. دا وايي، هیله یې دا ده چې دا جایزه به نور ژباړن هم وهڅوي چې له کنډا او د سویلي اسیا له نورو ژبو هم ژباړې وکړي.
د بانو مشتاق له ټولګې مخکې د ۲۰۲۲ کال بوکر جایزه د یوې بلې هندۍ لیکوالې ګیتانجلي شري ''د شګو زیارت'' ناول ته ورکړل شوې وه، چې له هندي ژبې دایسې راکویل ژباړلی و.
د کتابونو مینه وال د دې له اثارو سره بلد دي، خو بوکر جایزې ګټل یې بیا پر ژوند او لیکوالي پراخه رڼا اچوي.
د دې په کیسو کې تر ډېره د هغو ښځو انځورونه لیدل کېږي، چې د مذهبي محافظه کارۍ له کبله او په یوه داسې ټولنه کې د ژوند له لاسه له ننګونو سره لاس او ګرېوان دي، چې د نارینه سالاري رېښې پکې خورا ژورې دي.
همدا پر ځان او شاوخوا چاپېریال پوهېدل ښايي د دې لامل وي، چې له مېرمن مشتاق سره یې د د دې کرکټرونو او کیسو د پلاټ پنځونه کې مرسته کړې.
د انډین اکسپریس ورځپاڼې په یوه لیکنه کې چې د بانو مشتاق پر کیسو د کره کتنې په پار لیکل شوې، راغلي: ''په یوه داسې ادبي کلتور کې چې نندارو ته ارزښت ورکول کېږي، (د زړه څراغ) هغو ته پر توجه ټینګار شوی چې په څنډو کې، په ګوښه کې یې ژوند تېرېږي، هغو انتخابونو ته مو پام اړوي چې معمولاً له پامه غورځول شوي، هغه ځواک ته توجه غوښتل شوې چې یوازې (د ژوند) دوام ته ترې کار اخیستل کېږي.''
بانو مشتاق څوک ده؟
بانو مشتاق د هند سویلي کرناټکا ایالت په یوه کوچني ښارګوټي کې زېږېدلې.
په هغه سیمه کې چې د دوی کورنۍ اوسېده، د شاوخوا ډېری ګاونډیان یې مسلمانان وو او دې هم د سیمې د نورو نجونو په څېر په اردو ژبه ښوونځي کې لومړنۍ دیني زدکړې کړې.
پلار یې چې د بانو د تعلیمي پرمختګ ارمان درلود، په اته کلنۍ کې یوه (کنوېنټ) ښوونځي ته واستوله چې د ایالت په رسمي کنډا ژبه زدکړې په کې ورکول کېدې.
دې په روانۍ سره د کنډا ژبې ویلو هڅه کوله او وروسته یې د ادبي لیکنو لپاره همدا ژبه غوره کړه.
بانو د ښوونځي له وخته لیکوالي پیل کړه او هغه وخت یې بیا د ښوونځي زدکړې کولې، چې نورې همځولې یې واده کېدې او یا یې ماشومان پالل.
د بانو مشتاق لیکنې ډېر کلونه وروسته چاپ شوې او دا یو داسې مهال و، چې د دې خپل ژوند له سختیو او کړاوونو سره مخامخ و.
لومړنۍ لنډه کیسه یې په ۲۶ کلنۍ کې یوې ځايي مجلې داسې مهال چاپ کړه، چې د دې د واده لومړني کلونه له لوړو-ژورو تېرېدل او دې په ډېرو مرکو کې برالا هغه حالات بیان کړي دي.
له وګیو مجلې سره په یوه مرکه کې مېرمن مشتاق وویل: ''تل مې ارمان کاوه، چې یو څه ولیکم، خو داسې هيڅ نه و، چې په (هکله) یې ولیکم، ځکه د خپلې خوښې له واده وروسته ناڅاپه راته وویل شول، چې باید (بهر) برقعه (بوکره) واغوندم او په کور کې باید د کور چارې سمبال کړم.
۲۹ کلنه وم، چې په ژور خفګان هم اخته شوم او د ماشوم پالنه مې هم پرغاړه وه.
له ویک نومې مجلې سره په یوه بله مرکه کې بیا دا په دې هکله غږېدلې، چې څنګه د څلورو دېوالونو په منځ کې ایسار ژوند ته اړایستل شوې وه.
دا وايي، د بغاوت یوې چیغې بیا ازادي ورپه برخه کړه:
''یوه ورځ ډېره زړه ماتې وم، پټرول مې پر ځان واچول، چې اور ورته کړم، خو شکر چې هغه (مېړه) په سم وخت اور وواژه، په غېږ کې یې ونیولم، اورلګیت یې ایسته وغورځاوه، زارۍ یې راته کولې، زموږ ماشوم یې زما پر پښو کېښود او راته ویل یې، موږ یوازې مه پرېږده.''
بانو پر کومو موضوعاتو لیکل کوي؟
د زړه څراغ په کیسو کې ښځینه کرکټرونه د سختیو ګاللو، زغم او مقاومت یو انځور وړاندې کوي.
د انډین اېکسپرېس ورځپاڼې د کتابونو کره کتنې په برخه کې د مېرمن مشتاق د کتاب په هکله لیکل شوي:
''په دودیزو هندي ادبیاتو کې، مسلمانې ښځې ډېری وختونه په استعارو کې راښکاره کېږي، داسې چې په پټه خوله قرباني شوې وي او یا د نورو په اخلاقي دلیلونو کې د تشبیهاتو په توګه یادېږي. خو مېرمن مشتاق دا دواړه ډولونه ردوي. د دې کرکټرونه زغم لري، غږیږي او کله-کله شاتګ هم کوي، خو داسې نه چې د خبرونو په سر کې ځای غواړي، بلکې په داسې توګه چې د دوی ژوند ته مهم وي.''
مېرمن مشتاق مخکې د یوې مهالنۍ لپاره چې پر حساسو موضوعاتو یې لیکنې خپرولې د خبریالې په توګه دنده درلوده او د (بندیا) نومې تحریک غړې هم وه، چې د ادبیاتو او مدني فعالیتونو له لارې یې د ټولنیزې او اقتصادي بې عدالتۍ پر ضد مبارزه کوله.
له یوې لسیزې وروسته نوموړې د کورنۍ پالنه کې د مرستې لپاره د مدافع وکیلې په توګه دنده پیل کړه.
مېرمن مشتاق د لیکوالې په توګه څو لسیزې کار کړی او د لنډو کیسو شپږ ټولګو، د لیکنو یوې ټولې او یوه ناول په ګډون یې ګڼ شمېر اثار چاپ شوي دي.
خو د لیکوالۍ همدې نیوکګر انداز یې د ځینو غوسه او کرکه هم پارولې.
له (د هندو) ورځپاڼې سره یوه مرکه کې دې د ۲۰۰۰ کال په اوږدو کې د هغو ټیلیفوني ګواښونو یادونه کړې، چې په جوماتونو کې یې د ښځو لمونځ ادا کولو حق له ملاتړ وروسته ترلاسه کول.
د دې پر ضد هغه وخت فتوا ورکړل شوې وه او یوه سړي پرې د چاکو ګوزار کولو هڅه کړې وه، چې د دې مېړه هغه سړی نیولی و او د مېرمن مشتاق د وژل کېدو هڅه یې ناکامه کړې وه.
خو دې ټولو پېښو د مېرمن مشتاق مخه و نه شوای نیولای او په بشپړ خلوص او صداقت یې قلم روان وساته.
دې د "د ویک" په نوم بهرنۍ مجلې ته وویل: "ما پرلپسې مذهبي تعصبونه ننګولي دي. دا مسائل اوس هم زما د لیکنې مرکزي برخه تشکیلوي. ټولنه ډېره بدله شوې ده، خو اصلي مسائل لا هم هماغسې پاتې دي. که څه هم شرایط بدلېږي، خو د ښځو او محرومو ټولنو بنسټیزې ستونزې دوام لري."
د مېرمن مشتاق لیکنو په تېرو کلونو کې د کرناټکا ساهتیا اکاډیمۍ جایزې، دانا چینتامني اتیمابي جایزې په ګډون یو شمېر سیمه ییزې او ملي جایزې هم ګټلې دي.
په ۲۰۲۴ کال د حسینه په ګډون د مېرمن مشتاق د پنځو لنډو کیسو انګلیسي ژباړې ټولګې، چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ لیکل شوې وې، د قلم ژباړې جایزه وګټله.