د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزه د بشري حقونو ایرانۍ فعالې نرګس محمدي وګټله

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د سولې نوبل جایزه د بشري حقونو فعالې او په ایران کې د اعدام سزا د لغوه کولو ملاتړې نرګس محمدي ته ورکړل شوه.

له اغلې محمدي سره دې نړیوالې جایزې ته د ښځو حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج هم نومانده وه.

نرګس محمدي ته د جایزې د ورکړې په ترڅ کې د نوبل کمیټې ویلي چې اغلې محمدي د خپلې "زړورې مبارزې" په ترڅ کې خورا ډېر کړاو ګاللی دی.‌

په اوسلو کې د نوبل جایزې د کمېټې مشرې بریټ ریس انډرسن وویل، "د ناروې د نوبل کمیټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جایزه نرګس محمدي ته ورکړي چې په ایران کې یې د ښځو د ځپونکو تګلارو پر ضد او د ټولو لپاره د یو خېل بشري حقونو او ازادۍ غوښتنې په برخه کې یې مبارزه کړې ده"

اغلې انډرسن همدا راز زیاته کړه چې ایراني رژيم هغه "ټولټال ۱۳ ځلې نیولې، پنځه ځله یې محکومه کړې او په ټولییز ډول یې په ۳۱ کاله بند محکومه کړې ده او دا اوس چې زه تاسې ته غږېږم، هغه په زندان کې ده"

د یادولو ده چې نرګس محمدي او محبوبه سراج دواړه د اوسلو د سولې څېړنيز انسټټيوټ د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ته نومولې وې.

د ښځو حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج هم دې جایزې ته نومانده وه

دغه انسټيټيوټ محبوبه سراج یوه اتله یاده کړې او ویلي یې وو، "هغه [محبوبه سراج] د ماشومانو د روغتیا، زدکړو، له فساد سره د مبارزې او له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د ژغورنې او د هغوی د ځواکمنولو هڅو اتله ده."

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټيټيوټ دا دواړه مېرمنې په خپلو هېوادونو کې د بشري حقونو او سوله‌ييزې مبارزې له کبله ستایلې او د دې جایزې حقدارې یې ګڼلې دي.

د دې بنسټ مشر هینرېک اردال ویلي: "تاريخ موږ ته راښوولي چې بشري حقونو ته درناوی له سوله‌ييزو ټولنو سره تړلی دی او د بشري حقونو لپاره له تاوتریخوالي پاکه مبارزه د سولې او ثبات لپاره ارزښتمنه چاره ده"

ښاغلي اردال همدا راز په ایران او افغانستان کې پر واکمنو رژيمونو نیوکه کړې چې د جنسيتي نابرابري پر ضد په ایران کې د اعتراض کوونکو ځوانانو له اعدامولو رانیولې بیا په افغانستان کې له پوهنتونونو د مېرمنو تر منع کولو پورې دواړو حکومتونو په خپلو هېوادونو کې د ښځو حقونه په "جدي ډول تر پښو لاندې کړي دي."

هغه څه چې د ایران حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دواړه یې ردوي.

د سولې نوبل جایزه له ۱۹۰۱ راهیسې هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د سولې او د بشري حقونو لپاره یې د پام وړ هلې ځلې کړې وي.

ټاکل شوې د سږ کال جایزه را روانه جمعه؛ یاني د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۶مه نېټه اعلان شي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کې د سولې نړیواله جایزه ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې ده.