تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نوبل جایزې مراسمو ته د ایران، روسیې او بېلاروس سفیرانو بلنه لغوه شوه
د نوبل بنسټ نن اعلان وکړ، چې د سږ کال د نوبل جایزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران، روسیې او بیلاروس د سفیرانو د بلنې پریکړه یې بدله کړې او دا بلنه یې لغوه کوي.
له دې مخکې په سویډن کې د نوبل جایزې مراسمو ته د یادو هېوادونو د سفیرانو بلنې توند غبرګونونه راوپارولي وو.
د سویډن د دریو مهمو ګوندونو مشرانو ویلي وو، چې دوی به دا مراسم بایکاټ کړي او د سویډن لومړي وزیر اولاف کریسټوسن د نوبل د بنسټ داپریکړه حیرانونکې بللې وه.
خو د نوبل بنسټ اجرایوي مشر ویدار هیلګیسن د یادو هېوداونو د بلنې په توجیه کې ویلي و:
"دا څرګنده ده، چې نړۍ نوره وېشل شوې او د هغو ترمنځ خبرې اترې کمې شوې چې اختلاف سره لري."
نوموړی زیاته کړې وه:
"دې حالت سره د مقابلې لپاره، موږ د نوبل جایزې لمانځلو ته، د علم ازادۍ پوهېدا ته، د کلتور او ټولنو ازادۍ ته د ودې لپاره خپلو بلنو ته پراختیا ورکوو. "
د نوبل بنسټ چې د سویډن په پلازمېنه استکهلم کې دی تېر کال (۲۰۲۲) کې پریکړه وکړه، چې د نوبل جایزې لمانځغونډې ته به د روسیې، ایران او بیلاروس سفیران نه وربولي.
دا پریکړه یې پراوکرایین د روسیې د برید په غبرګون کې کړې وه او بیلاروس د اوکرایین په جګړه کې د روسیې له ملاتړو څخه دی.
همدا راز یاد بنسټ په ایران کې د لاریونونو ځپلو له کبله د ایران سفیر ته د نه بلنې پریکړه کړې وه.
یاد بنسټ تېر ورځو کې خپله همدا پریکړه بدله کړه او یادو هېوادونو ته یې د بلنې هوډ اعلان کړ خو د فشارونو له کبله بېرته خپلې لومړۍ پریکړه ته وروګرځېد.
دوی یادو هېوادونو ته د بلنې ورکولو پریکړه د دې لپاره کړې وه چې د نړۍ هېوادونه لا زیات له یو بله لرې نه شي او د یو پر وړاندې ونه درېږي خو دا په سویډن کې د یوې پراخې غوصې لامل شوه.
له دې غبرګونونو وروسته د نوبل بنسټ نن په یوه بیان کې وویل:
"دا مهمه او سمه ده چې د نوبل جایزې ارزښتونه او پیغامونه د امکان تر کچې په پام کې ونیسو. خو سختو غبرګونونو دا هر څه په بشپړه توګه تر سیوري لاندې راوستي دي. "
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي:
"له همدې کبله موږ پریکړه کړې، چې د تېر کال چلند بیاځلې خپل کړو، او موږ د نوبل جایزې لمانځغونډې ته د ایران، روسیې او بیلاروس د سفیرانو بلنه ردوو."
د نوبل جایزې هر کال په شپږو برخو کې ورکول کېږي، چې پنځه یې په استکهلم کې ورکول کېږي او شپږمه یې د سولې جایزه د ناروې په اوسلو کې ورکول کېږي.