تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغې هندۍ لیکوالې د 'قلم' نړیواله ادبي جایزه ګټلې چې د مودي حکومت یې محاکمه کوي
- Author, چیریلان مولان
- دنده, بيبيسي نیوز، ممبۍ
هندۍ لیکوالې اروندتي رای د خپل "ځواکمن غږ" له کبله د 'قلم نړيواله جایزه' ګټلې ده. اغلې رای ویلي، "خوشاله ده" چې سږ کال دا جایزه د دې په نوم کېږي.
د نوبل ادبي جایزې ګټونکي ډرامه لیکوال هارولډ پېنټر په نوم نومول شوې(PEN Pinter) جایزه هر کال هغو لیکوالانو ته ورکول کېږي چې "غوره ادبي وړتیاوې" ښکاره کړي او نړۍ ته په "متفاوت" نظر ګوري.
اغلې رای ته د دې جایزې د ورکړې اعلان داسې مهال کېږي چې هندي مسولانو منلې چې هغه به شاوخوا ۱۴ کاله مخکې د کشمیر په اړه د خپلو ځينو څرګندونو له کبله د ترهګرۍ ضد قضیه کې محاکمه شي.
اروندتي رای په هند کې د بشري حقونو او په نړيواله کچه د جګړې او کپيټالېزم اړوند موضوګانو باندې لیکل کوي او ځينې اړوند موارد نقدوي او ننګوي.
"د هغې ځواکمن غږ څوک نه شي غلی کولای"
د قلم نړيوالې ټولنې د انګريزي څانګې مشرې روت بورتوېک د اغلې رای ستاینه کړې چې ګواکې "د بې عدالتۍ په اړه یې مهمې کیسې په ډېر ښکلي انداز کړې دي."
اغلې بورتوېک ویلي، "په داسې حال کې چې هند باندې ډېر پام ورټول دی، هغه [اروندتي] په ریښتیني معنا یوه نړيواله مفکره ده چې ځواکمن غږ یې څوک نه شي غلی کولای."
دغه ۶۲ کلنه هندۍ په زغرده خپله خبره کوونکې لیکواله او فعاله ده چې د نریندرا مودي په حکومت کې د کشمیر جنجالي موضوع په اړه په ۲۰۱۰ کې د خپلو کړو څرګندونو له کبله له قانوني چلند او محاکمه کېدو سره مخامخ ده.
هغه یوه سرسخته منتقده ده او ډېر کله د خپلو لیکنو او ویناو له امله د ښي اړخه ډلو له لوري په نښه شوې ده.
اغلې رای د هند واکمن ګوند بيجېپي د مسلمانانو په نښه کولو باندې تورن کړی، سختې نیوکې يې پرې کړې دي او همدا راز یې په زغرده ویلي چې د ښاغلي مودي په دوره کې په هند کې د رسنیو ازادي ځپل شوې او کړۍ پرې تنګه شوې ده.
یوه بله ادبي جایزه او مشهور ناول
اروندتي رای ته به د راروانې اکتوبر میاشتې پر لسمه نېټه د قلم نړيواله جایزه د هغو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شي چې کوربهتوب یې 'برېټېش لایبرېري' کوي.
دغه جایزه په ۲۰۰۹ کې د قلم نړيوالې ټولنې د انګريزي څانګې له لوري د یوه خیریه بنسټ په توګه رامنځته شوې چې موخه یې د وینا ازادۍ دفاع او د ادبیاتو نمانځنه بلل شوې.
تر دې مخکې دا جایزه د سلمان رشدي په ګډون ګڼو نورو لیکوالانو او ادیبانو ته هم ورکړل شوې ده.
په خپله اغلې رای د دې جایزې د ګټلو خبر ته په غبرګون کې ویلي، "کاش نن هارولډ پېنټر له موږ سره وای چې د نړۍ د دغه د نه درک کېدو وړ بدلېدونکي حالت په اړه یې لیکنې کړې وای. اوس هغه زموږ په منځ کې نه شته خو داسې څوک باید وي چې د هغه تشې د ډکولو هڅه وکړي."
اروندتي رای ګڼ کتابونه، کیسې او مقالې لیکلې دي او تر ټولو مشهور ناول یې د (د ګاډ اف سمال تېنګز) یا 'د وړو څيزونو خدای' په نوم کتاب دی چې په ۱۹۹۷ کې يې د (بوکر) ادبي جایزه ګټلې ده.