د څلورو ښځو په ګډون د ۷ افغان لیکوالو لنډو کیسو ادبي جایزه وګټله

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د څلورو ښځینه لیکوالانو په ګډون د ۷ افغان لیکوالو لنډو کیسو د ۲۰۲۴ کال لپاره د (اکرم عثمان ادبي جائزه) وګټله.

دغه جایزې د روانې مې میاشتې پر څلورمه د فردا کلتوري کلب ادبي او فرهنګي مرکز لخوا درې پښتو او څلور دري لنډو کیسو ته ورکړل شوې.

د دې جایزې ورکولو لپاره د سویډن په سټاکهولم ښار کې د اکرم عثمان ادبي فېسټوال ته د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه افغان لیکوال او فرهنګپال راټول شوي وو.

د مشهور افغان ادیب اکرم عثمان په نامه دغه جایزه له تېرو څو کلونو راهیسې د لنډو کیسو په برخه کې ورکول کېږي.

د لیکوالې رڼا زرمتۍ (اسیه او شینو) د نازو پسرلي (خاوره) او د رحمت شاه فراز (اعدام) هغه کیسې وې، چې په ترتیب سره یې د لنډو کیسو برخې په سیالۍ کې د سږ کال لپاره لومړی، دویم او درېیم ځای خپل کړ.

د اکرم عثمان ادبي جایزې مدیریت غړی رحیم غفوري وايي، معمولاً د جایزې لپاره انتخاب شوې کیسې سویډنۍ ژبې ته هم ژباړل کېږي او په کتابي بڼه چاپ کېږي.

نوموړی وايي، د جایزې لپاره دوی ته ۶۲ پښتو او ۱۳۷ دري کیسې استول شوې وې، چې د ارزونې له بېلابېلو پړاونو وروسته د پښتو درې کیسې او د دري څلور کیسې د لومړي، دویم او درېیم مقام لپاره وټاکل شوې.

اکرم عثمان ادبي جایزې د منصفه پلاوي غړي، افغان لیکوال زرین انځور په دې هکله بي بي سي ته وویل: ''دا جایزه د معاصرو داستادني ادبیاتو د ودې او پرمختیا په لړ کې خورا ارزښتمن ګام دی، چې له نیکه مرغه سږ کال ځوانو لیکوالو ته ورکړل شوې ده.''

جایزې ته ټاکل شوې کیسې د ماشومانو پر رواني مسائلو، د کډوالۍ پر ستړو، ستونزو او له ایل جي بي ټي کسانو سره د ټولنې او قوانینو د چلن پر مسائلو راڅرخي.

نازو پسرلي چې د ''خاورې'' په نامه لنډې کیسې یې دویم ځای خپل کړی، بي بي سي ته وویل:'' په داسې حال کې چې نن افغان مېرمن بې هویته ده او ډېره ځپل شوې ده، دا ډېره مهمه (خبره) ده، چې افغانه ښځه یاده شي، که هغه د دغسې ارزښت لرونکو جایزو له لارې وي او که له بلې هرې لارې وي، خو هدف دا دی، چې باید یاده شي، د یوې لیکوالې په صفت مې له دې جایزې سره پر خپله لیکوالۍ ډاډ زیاتېږي او له همدې کبله له زړه ورته خوشحاله یم.''

د حسین حیدر بیګي (شمه) د رامین رازقپور (زمستان اخر سال نیست) د فاطمه خاوري (مادکه) او د زینب اخلاقي (شب طولاني) د دري ژبې لنډو کیسو برخه کې د سږ کال جایزه وګټله.