تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خلیل الرحمان حقاني له وژنې سره پنځه تړلې مسلې
د طالبانو په حکومت کې د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني د چارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د طالبانو حکومت تر ټولو لوړپوړی وژل شوی چارواکی
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د شاوخوا درې نیم کلن حکومت تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید تر شا د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې لاس بولي او له برید څو ساعته وروسته د داعش - خراسان ډلې هم د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره (کاکا) و او له امریکا – ناټو ځواکونو سره په دوو لسیزو جګړه کې د حقاني شبکې پیاوړې څېره وه. د حقانیانو کورنۍ پښتانه او په قوم ځدراڼ دي چې تر ډېره په سوېل ختیځ ولایتونو کې دي.
خلیل الرحمان د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني ورور و چې په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي پر وړاندې د مجاهدینو یو مهم قوماندان و. خلیل الرحمان حقاني هم په افغانستان کې د شوروي پر وړاندې جګړه کړې.
هغه د طالبانو په حکومت کې یوازینی چارواکی و، چې د "ملا او مولوي" مختاړی یې نه کاراوه، په ظاهره یې تر ډېره پر خپل جهادي اړخ ټینګار کاوه او تر دا وروستیو یې هر وخت له ځان سره ټوپک ګرځاوه، ان په رسمي غونډو کې به یې هم ټوپک درلود.
نوموړي پکتیا کې د یوې دیني مدرسې فراغت غونډه کې له علماوو وغوښتل چې پر دیني زدکړو سربېره د "جهادي او نظامي فکر" زدکړې هم ورکړي.
د چارواکو خوندیتوب لپاره د مسلکي امنیتي ځواک نشتون
د خلیل الرحمان حقاني وراره، انس حقاني ویلي چې پر ۵۸ کلن تره (کاکا) یې د وزارت انګړ کې له جوماته تر وتلو وروسته برید شوی.
د امنیتي کامرو عکسونه خپاره شوي چې یو کس پکې لیدل کېږي او ویل کېږي چې همدا بریدګر دی.
دغه کس وزارت ته د ننوتو په حال کې لیدل کېږي او په یوه بل عکس کې بیا ښيي چې په جومات کې ناست دی، ښی لاس یې پلستر شوی او په غاړه کې یې پروت دی.
دا تصویرونه د داعش ډلې له هغو تصویرونو سره ورته دي چې دې ډلې پر خواله رسنۍ ټیلیګرام له خپلې "اعماق" نومې پاڼې خپاره کړي.
په لومړي عکس کې مشکوک بریدګر د تلاشۍ په ځای کې لیدل کېږي او تر مخ یې د وزارت دروازه کې د تالاشۍ مسوول په لاس کې د چای پیاله نیولې.
د طالبانو حکومت چې ادعا کوي بشپړ امنیت یې ټینګ کړی او داعش ډله یې ځپلې، په کابل ښار کې یې په زرګونه امنیتي کامرې لګولې دي.
خو دا برید - چې په ظاهره یوه بریدګر وکولای شول، په اسانۍ سره د وزارت دننه یو لوړپوړی چارواکی ووژني، د جدي امنیتي نیمګړتیاوو ښکارندويي کوي.
د بي بي سي خبریال یما بارز چې سږ کال اوړي کې له ښاغلي حقاني سره د مرکې لپاره کابل کې د کډوالو چارو وزارت ته ورغلی و، وايي وزارت ته د ننوتو پر مهال امنیتي تدابیر سخت نه وو او د پخوانۍ ادارې پرتله کم وو، د وزارت په دروازه کې د سیمټي دېوالونو یوه برخه لېرې شوې او د ټول بدن او وسایلو بشپړه تلاشي نه کېده.
هغه وايي، طالب چارواکي غواړي خلکو ته وښيي چې د دوی امنیتي تدابیر د تېر حکومت له چارواکو سره توپير لري او امنیت هم په هېواد کې ټینګ شوی او له دې کبله ویاړي.
داعش لا هم په افغانستان کې ګواښ دی
د تېر کال پسرلي کې د طالبانو حکومت د بلخ والي محمد داوود مزمل چې د طالبانو مشر ته هم نږدې کس بلل کېده، په خپل دفتر کې د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. له هغه وروسته د طالب چارواکو امنیتي تدابیر سخت شوو.
له دې برید سره داعش ډلې دا وښوده چې لا هم طالب مشرانو ته جدي ګواښ دی. سره له دې چې د طالبانو حکومت په بیا بیا د داعش ډلې د "تصفیې" او د دوی د "هستو د ځپلو" ادعا کړې ده چې دوی یې (خوارج) بولي.
د داعش خراسان ډلې د شیعه ګانو پر جوماتونو او د صوفیانو پر خانقاوو خونړي بریدونه هم کړي دي.
ولې د داعش خراسان په دې وخت کې پر خلیل حقاني برید وکړ؟
انتونیو جیوستوزي، د لندن کینګز کالج ښوونکی او د جهادي ډلو څېړونکی
د دسمبر پر یوولسمه د خلیل الرحمان حقاني وژنې پوښتنې راپورته کړي دي. د ځینو رسنیو شننې داسې ښيي، چې ګواکې دا پېښه ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو د مبارزې کمزوري ښيي. خو یوازې یو برید په دې اړه د نتیجه ګیرۍ لپاره کافي نه دی.
کېدای شي، دا برید ځینې نور لاملونه هم ولري.
ښايي، د داعش خراسان ډله غواړي وښيي، چې کولای شي په کابل کې برید وکړي او ان د وزیر په کچه د طالبانو یو لوړ پوړی کس په نښه کړي.
دا لا وختي ده چې روښانه شي د دې برید تر شا څه کېدی شي. داسې هیڅ نښې نشته چې حقاني ډلې دې په وروستیو میاشتو کې د داعش پر ضد پاروونکی اقدام کړی وي، په حقیقت کې د داعش پر ضد روان عملیات اوس په ټیټه کچه کې دي.
داسې ښکاري د داعش خراسان ډله امریکایانو او لوېدیځوالو ته د سراج الدین حقاني د بلنې او د نوموړي د هغه پیغام له امله چې په یو ډول همکارۍ ته لېوال دی، خوښ نه وي. په جون میاشت کې ابوظبۍ ته د ده سفر او په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې دده په تړاو له نسبتاً مثبتې لیکنې له ده سره د لوېدیځ هیله مندي څرګندېدای شي.
که څه هم دا اوازې چې سراج الدین په ابوظبۍ کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي، رښتیا هم نه وي، په ښکاره به یې د امریکا له ډاډ پرته هلته سفر نه وای کړی. سراج الدین دغه راز لا هم د امریکا په تور لیست کې دی او پر سر یې لس میلیونه ډالر انعام ټاکل شوی دی.
د داعش خراسان ډلې له نظره، اندېښنه دا ده چې یو له هغو شیانو چې امریکا یې ممکن له حقاني ډلې وغواړي- که د دوی تر منځ همکاري رامنځته شي، هغه به د نورو برخو تر څنګ د داعش خراسان ډلې په تړاو د معلوماتو شریکول وي.
له مخالفانو سره د اړیکو ټینګولو ته لېوال شخص
خلیل الرحمان حقاني په تېرو درېیو کلونو کې تل له رسنیو سره خبرو کې د طالبانو له مخالفینو سره د اړیکو په ټینګولو کې د خپلو هڅو او لېوالتیا یادونه کوله.
هغه په وار وار د افغانستان له مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سره د کابل د سقوط پر ورځ یعنی د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵ د اړیکو نیولو یادونه کړې.
ده ویل، چې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حمدالله محب په وسیله یې له مخکني ولسمشر سره اړیکه نیولې وه.
ښاغلي حقاني دغه راز ویلي وو، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره یې هم اړیکه نیولې وه.
نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په ګډون له ځینو مخکنیو سیاسي شخصیتونو سره هم د اړیکو درلودلو خبره کوله.
خلیل الرحمان حقاني د خپل ورور جلال الدین حقاني له مړینې وروسته د کورنۍ د مشر په سترګه کتل کېدل.
د سراج الدین حقاني په څنګ کې د هغه نشتوالی د طالبانو د دوو مهمو ډلو تر منځ د واک د انډول او نورو چارو د مشورې او فعالیتونو په برخه کې خپل اغېز لرلی شي، چې راتلونکی به یې کچه معلومه کړي. که څه هم طالبان په هره برخه کې ځوانان دي او ژر د خپلو وژل شویو مشرانو ځای ډکوي.