داعش ډلې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت منلی

د طالبانو په حکومت کې یوې لوړ پوړې سرچینې بي‌بي‌سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني‌ په "ځانمرګي" برید کې وژل شوی دی.

ښاغلی حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و، چې تېرو درېیو کلونو کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر و.

د دغې سرچینې په وینا، دا برید نن (چارشنبه، ډسمبر ۱۱مه) کابل ښار کې د کډوالو چارو وزارت د ننه شوی او درې نور کسان هم پکې وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند هم د خلیل الرحمان حقاني وژل کېدل تایید کړي او له رسنیو یې غوښتنه کړې چې د هغه د وژل کېدو په اړه یوازې د "شهادت" کلمه وکاروي او د نورو کلمو له کارولو جدي ډډه وکړي.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی. د داعش ډلې اړوند اعماق خبري شبکې لیکلي، ځانمرګي بریدګر هغه مهال د طالبانو حکومت پر وزیر برید وکړ، چې نوموړی له خپل دفتره راووت او په ځان پورې تړلي باروت یې وچوول.

داعش د بریدګر تصویر هم خپور کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو یوه ویاند تائید کړې، چې خلیل الرحمان حقاني داعش ډلې وژلی دی.

له دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو په اړه خبرپاڼه کې ویلي و، چې ښاغلی "حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو".

په اعلامیه طالبانو 'خوارج' نه دي معرفي کړي، خو لیکلي یې دي دوی [خوارج] "ځانونه مسلمانان بولي او ما سوا له ځان څخه نور مسلمانان تکفیروي".

د اعلامیې له مخې، 'خوارج' په داسې بریدونو خپل هدف ته نه شي رسېدلی.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې پر جګپوړو طالب چارواکو دا درېیم خونړی برید دی.

د ۲۰۲۳ کال مارچ کې د طالبانو حکومت د بلخ پر والي محمد داود وفا مزمل "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې برید وکړ چې د نوموړي سربېره دوه نور کسان یې وژلي وو.

ترې وړاندې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر میاشت کې کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه څلور تنه وژلي او تر ۲۰ ډېر نور یې ټپیان کړي وو.

خلیل الرحمان حقاني څوک دی؟

خلیل الرحمان حقاني په ۱۹۶۶ کال د افغانستان پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په کنډو کلي کې زیږېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د کابینې له اعلان راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په توګه وګومارل شو او تر وژل کېدو پورې په همدې مقام پاتې شو.

هغه په وزارت کې هڅه کوله چې نړیوالې مرستې جلب کړي، په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ او دواړو هېوادونو شاوخوا دوه نيم ميليونه کسان افغانستان ته ستانه کړل.

دی د پلار کشری زوی و، نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، ماشوم و چې پلار یې مړ شو او په وړکتوب کې یې شپني کوله او په تنکۍ ځوانۍ کې په جګړو کې ورګډ شوی و او په ۱۹۸۰مو کلونو کې د خپل مشر ورور جلال الدین حقاني د جهادي ډلې په لیکو کې د درنو وسلو او ذره‌دارو قوماندان و.

د حقانیانو کورنۍ په خوست کې له خپل کلي په لومړي ځل په ۱۹۷۵کې پاکستان ته کډوال شوي و او له هغه ځایه يې د داود خان د حکومت پر ضد په افغانستان کې د خرپ او ترپ جګړه او بریدونه پیل کړل.

خلیل الرحمان حقاني د شلمې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې – هغه وخته چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان کې و، د روسانو پرضد جګړه کې برخه واخیسته.

د طالبانو د حکومت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له خپل مشر ورور جلال الدین حقاني سره یو ځای د کابل په وزیر اکبرخان کې اوسېده.

حقاني په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي، په ۲۰۰۱ کې امریکا کابل کې د ده پر کور بمبار وکړ، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول، خو دی له کابله ووت.

نوموړی ويلي وو چې د امریکا او پاکستان په ګډو عملیاتو کې بندي شو چې په وینا یې "یو کال کوټه قلفي شوو، لاس او پښې او سترګې مو تړل شوې وې، کړیو زما پښې خوړینې کړې".

حقاني په زندان کې

خلیل الرحمان حقاني پاکستان کې تر "څلور کلن بند وروسته د اختر محمد عثماني او دوو وروڼو ډاکټر نصیر الدین حقاني، څو مشرانو او حاجي مالي خان سره د یرغمل شویو ۳۵۰ پاکستاني پوځيانو په بدل کې راخوشی کړل شو". دا تبادله د جنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمه کې وشوه.

خلیل حقاني په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي چې بیت الله مسید د یادو پوځیانو بدل کې دوی بېرته راخوشي کړل. "موږ یې ۴۸ ساعته واڼه ته بوتلو، الوتکه کې زموږ یو ملګری بې‌سده شو، خو دوی موږ ته اخطار راکاوه چې له یو بل سره به خبرې نه کوئ، هلته چې ورسېدو سترګې یې راخلاصې کړې او د واڼه مسیدو پل ته یې بوتلو، هلته موږ چې تقریبا ۳۲ کسان وو، له پوځیانو سره تبادله شوو".

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو د حکومت تر واکمنېدو تر ډېورنډ کرښې پورې غاړه په قبایلي سیمو کې د حقاني شبکې په مرکزونو کې فعال و. دی له لومړیو هغو طالب چارواکو و چې کابل ته ننوت.

امریکا په ۲۰۱۱ کال د امریکا د خزانې وزارت خلیل الرحمان حقاني په تور لېست کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان شوه.

خلیل الرحمان حقاني په ۲۰۲۱ کال اګست کې له هغو کسانو وو چې په غونډو کې ډېر راڅرګندېده او د طالبانو له نوي حکومت سره یې د بېلو څېرو د یو ځای کېدو اعلانونه کول. شاوخوا یوه میاشت وروسته د طالبانو د حکومت په سرپرسته کابینه کې د کډوالو او بیا ستنېدونکو وزیر شو او تر پایه پر همدې دنده پاتې شو.