اروپايي ټولنې اپل شرکت ته ویلي، ۱۴ میلیارده ډالره مالیه ورکړي

اپل ته د اروپا د عدالت محکمې (اي سي جې) لخوا ویل شوي چې ایرلنډ ته ۱۴ میلیارده ډالر ناتادیه شوې مالیه ورکړي.

اروپايي کمېسیون ایرلنډ تورن کړ چې اته کاله مخکې یې اپل ته د مالیې ورکړه کې ناقانونه ګټه رسولې، خو د ایرلنډ حکومت په دوامداره توګه د مالیې ورکړې د اړتیا په تړاو استدلال وکړ.

خو اوس محکمې ویلي: "ایرلنډ اپل ته غیرقانوني ګټه ورکړې وه، چې اوس اړتیا ده ایرلنډ یې بېرته ترلاسه کړي."

دا خبر تر هغه یوه ورځ وروسته راځي چې د ټېکنالوژۍ دغه لوی شرکت خپل نوی 'ایفون ۱۶' بازار ته وړاندې کوي.

د اپل یوه استازي ویلي، "دا قضیه هېڅکله په دې اړه نه وه چې موږ څومره مالیه ورکوو، خو دا چې کوم حکومت ته یې باید ورکړو. موږ تل په هر ځای کې چې کار کوو، ټولې مالیې ورکوو او هېڅکله هم کومه ځانګړې معامله نه ده شوې."

د اپل استازی زیاتوي "اپل ویاړي چې په ټوله اروپا او ټوله نړۍ کې د ودې او نوښت ماشین دی، او په دوامداره توګه نړۍ کې له لویو مالیه ورکونکو څخه دی."

د دې حکم معنی دا ده چې د اروپا د عدالت محکمې په پای کې تر اوږدې مودې قانوني پروسې وروسته د اروپایی کمیسیون لخوا اته کاله مخکې صادره شوې پرېکړه تایید کړه.

دا پرېکړه له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۱۴ کاله موده پوښي، او له هغې تګلارې سره تړاو لري، چې په ایرلنډ کې مېشتو د اپل دوو فرعي شرکتونو لخوا ترلاسه شوې ګټه د مالیاتي موخو لپاره ده.

د مالیو دا تنظیمات غیرقانوني وګڼل شول ځکه نور شرکتونه نه شي کولای ورته ګټه ترلاسه کړي.

اپل شرکت وايي، "اروپایي کمیسیون هڅه کوي چې په تعقیبي ډول مقررات بدل کړي او له پامه یې غورځوي، د مالیې نړیوال قانون له مخې، زموږ عایدات وار دمخه په امریکا کې د مالیاتو تابع وو."

اپل زیاته کړې: "موږ د نن ورځې له پرېکړې نهیلي یو، ځکه محکمې دا حقایق مخکې کتلي و او په کلکه یې دا قضیه لغوه کړې وه."

اصلي حکم داسې وخت شوی، چې کمېسیون هڅه کوله د څو ملي شرکتونو مخه ونیسي او باور دی چې د مالیو کمولو لپاره ځینې لارې چارې کاروي.