امریکا اپل شرکت د بازار په انحصارولو تورن کړ

    • Author, برند دبوسمان جونئر
    • دنده, خبریال

د امریکا متحدو ایالتونو دولت د تکنالوژۍ ستر شرکت اپل تورن کړی، چې د موبائل ټیلیفون بازار یې انحصار کړی، سیالي یې له منځه وړي او د دې شرکت پر ضد یې رسمي عریضه کړې.

د عدلیې وزارت په دې شکایت کې اپل شرکت تورن کړی، چې له خپلې ځواکمنۍ یې په غیر قانوني توګه ګټه اخیستي، سیال شرکتونو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د مشتریانو د انتخاب حق یې اخیستی دی.

شکایت کې راغلي چې یاد شرکت دغه راز د نویو اپلیکشنونو د پرمختیا مخه نیسي او د خپل سیالانو د تولیداتو جذابیت کموي.

د امریکا متحدو ایالتونو لوی څارنوال مریک ګارلنډ په یوه اعلامیه کې ویل که اپل و نه ننګول شي، د موبائل ټیلیفونونو په برخه کې به خپل انحصار لا زیات کړي او دې چارې ته به دوام ورکړي.

ښاغلي ګارلنډ ویلي، اپل د خپلو غیر قانوني ستراتيژیو له لارې تولید کوونکو او مصرف کوونکو ته زیان رسوي: ''اپل د تولید کوونکو او مشتریانو د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي او له اپل پرته د نورو لپاره شتوالی سخت او ګرانه بیه کوي.''

اپل بیا دا تورونه رد کړي او مسوولین یې وايي، د دې شکایت پر ضد به چې د دوی په وینا ''د اعلی معیار لرونکو تولیداتو په لړ کې د شرکت وړتیا ننګوي'' سخت مقاومت وکړي.

که د څارنوالانو دا شکایت تائید شي، کولای شي اپل اړ کړي، چې قراردادونه یا ان د شرکت دننه ځینې اډانې بدلې کړي. بل لور د اپل شرکت یو ویندوی فرد سینز وايي، په دې شکایت کې واقعیتونه او قوانین دواړه په ناسم ډول تعبیر شوي دي او اپل به په شدت د ځان دفاع وکړي.

نوموړی وايي، دا شکایت ''زموږ پېژندګلوي او هغه بنسټ ننګوي، چې له کبله یې په بازار کې د اپل تولیدات سخته سیالي پرې کوي.''

د یادونې ده، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې دا درېیم ځل دی، چې د امریکا عدلیې وزارت د اپل شرکت پر ضد شکایت کوي.

اپل تېره میاشت د موسیقۍ په برخه کې د اروپا د سوداګریزې سیالۍ قوانینو په لړ کې یو نیم میلیارد ډالر جریمه شوی و. د امریکا عدلیې وزارت وايي، د امریکا ځیرکو ټیلیفونونو په بازار کې د اپل شرکت ونډه ۷۰ سلنې ته رسېږي.