د‌ ټویټر اعلاناتو پر سر 'اپل کمپنۍ' سره د اېلون مسک اختلاف

اېلون مسک وايي‌ اپل پر ټیوټر خپل ډېر اعلانونه درولي دي. هغه همدا راز دا کمپنۍ تورنه کړې چې ګوندې د خپلو اپلیکېشنونو له 'سټور' یې د ټویټر د لېرې کولو ګواښ هم کړی دی.‌

د دغه اختلاف څرک داسې مهال لګېدلی چې ګڼو کمپنیو وار له مخه د ښاغلي مسک لخوا د ټویټر منځپانګه کې د تعدیلاتو د پلانونو اړوند اندېښنو ته په کتو پر دغه سایټ خپل اعلانونه درولي دي.

بي بي سي په دې تړاو د اپل غبرګون هم غوښتی خو ځواب یې لا نه دی موندلی.‌

ښاغلی مسک وايي د ټویټر عایدات ډېر زیات پرېوتي او لامل یې د ده په وینا دا دی چې فعالان د اعلاناتو په شرکتونو فشار راوړي.

هغه دوشنبه په څو پرله پسې ټویټونو کې اپل شرکت پر 'سانسور' تورن کړ او د هغه پر پالیسیو یې نیوکه وکړه.

نوموړي ویلي "اپل تر ډېره پر ټویټر اعلانات بند کړي دي. ایا امریکا کې مو د بیان له ازادۍ کرکه کېږي؟"

هغه په یوه ټویټ کې نېغ په نېغه د اپل اجراییه رییس تېم کووک هم مخاطب کړی دی.

نوموړی ادعا کوي ‌چې اپل د خپلو اپلیکېشنونو له سټوره د ټویټر د اېستلو ګواښ هم کړی خو دا یې نه دي ویلي چې دا کار ولې کوي.

اېلون مسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی او تېره میاشت یې ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالرو وپېره.

د ټویټر د عایداتو ډېره برخه له اعلاناتو لاس ته راځي.

ښاغلي مسک هیله ښودلې چې د ټویټر د تاییدنښې د فیس له پیلېدو سره به عاید په لاس ورشي.

واشنګټن پوست یوه رپوټ کې لیکلي چې اپل پر ټویټ د خپلو اعلاناتو خپرولو تر ټولو ستر شرکت دی او یوازې د روان ۲۰۲۲ کال لومړیو دریو میاشتو کې یې ۴۸ میلیون ډالر په دې ټولنیزه شبکه پر اعلاناتو لګولي دي.

خو ګڼو کمپنیو په دې وروستیو اونیو کې پر ټویټر د خپلو اعلاناتو خپرول بند کړل.‌

یوه څارونکي بنسټ‌ تېره اوونۍ ویل چې ټویټر ته د اعلان ورکولو له مخکښو کمپنیو نیمو پر دې خواله رسنۍ خپل اعلانات درولي.