د ټویټر اعلاناتو پر سر 'اپل کمپنۍ' سره د اېلون مسک اختلاف

د عکس سرچینه، Reuters
اېلون مسک وايي اپل پر ټیوټر خپل ډېر اعلانونه درولي دي. هغه همدا راز دا کمپنۍ تورنه کړې چې ګوندې د خپلو اپلیکېشنونو له 'سټور' یې د ټویټر د لېرې کولو ګواښ هم کړی دی.
د دغه اختلاف څرک داسې مهال لګېدلی چې ګڼو کمپنیو وار له مخه د ښاغلي مسک لخوا د ټویټر منځپانګه کې د تعدیلاتو د پلانونو اړوند اندېښنو ته په کتو پر دغه سایټ خپل اعلانونه درولي دي.
بي بي سي په دې تړاو د اپل غبرګون هم غوښتی خو ځواب یې لا نه دی موندلی.
ښاغلی مسک وايي د ټویټر عایدات ډېر زیات پرېوتي او لامل یې د ده په وینا دا دی چې فعالان د اعلاناتو په شرکتونو فشار راوړي.
هغه دوشنبه په څو پرله پسې ټویټونو کې اپل شرکت پر 'سانسور' تورن کړ او د هغه پر پالیسیو یې نیوکه وکړه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
نوموړي ویلي "اپل تر ډېره پر ټویټر اعلانات بند کړي دي. ایا امریکا کې مو د بیان له ازادۍ کرکه کېږي؟"
هغه په یوه ټویټ کې نېغ په نېغه د اپل اجراییه رییس تېم کووک هم مخاطب کړی دی.
نوموړی ادعا کوي چې اپل د خپلو اپلیکېشنونو له سټوره د ټویټر د اېستلو ګواښ هم کړی خو دا یې نه دي ویلي چې دا کار ولې کوي.
اېلون مسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی او تېره میاشت یې ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالرو وپېره.
د ټویټر د عایداتو ډېره برخه له اعلاناتو لاس ته راځي.
ښاغلي مسک هیله ښودلې چې د ټویټر د تاییدنښې د فیس له پیلېدو سره به عاید په لاس ورشي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
واشنګټن پوست یوه رپوټ کې لیکلي چې اپل پر ټویټ د خپلو اعلاناتو خپرولو تر ټولو ستر شرکت دی او یوازې د روان ۲۰۲۲ کال لومړیو دریو میاشتو کې یې ۴۸ میلیون ډالر په دې ټولنیزه شبکه پر اعلاناتو لګولي دي.
خو ګڼو کمپنیو په دې وروستیو اونیو کې پر ټویټر د خپلو اعلاناتو خپرول بند کړل.
یوه څارونکي بنسټ تېره اوونۍ ویل چې ټویټر ته د اعلان ورکولو له مخکښو کمپنیو نیمو پر دې خواله رسنۍ خپل اعلانات درولي.











