اسرائيل د حماس مشر 'یحیی سنوار' څنګه پیدا او وواژه؟

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیلي پوځیان له یوه کال زیاته موده د حماس د مشر په لټون بوخت وو.

۶۱ کلن یحیی سنوار د اکتوبر د اوومې بریدونو له سازمانولو وروسته په غزه کې تری تم شوی و.

ویل کېدل به چې هغه ډېر وخت غزه کې تر ځمکې لاندې کېندل شویو تونلونو کې تېروي؛ د ساتونکو یو بشپړ ځواک ورسره وي او له اسرائيل یرغمل کړي‌ کسان یې هم د انساني ډال په توګه له ځانه چاپېر کړي وي.

خو اوس داسې برېښي، چې هغه د غزې سویل کې پر ګزمه له بوختو اسرائيلي ځواکونو سره په تصادفي تقابل کې وژل شوی. نه یې چندان ساتونکي درلودل،‌ نه هم یرغمل شوي کسان ورسره وو.‌

د یحیی سنوار د وژل کېدو د څرنګوالي‌ جزییات لا را روان دي.‌

"معمول ګزمه"

اسرائيل

د عکس سرچینه، Getty

د اسرائيل دفاعي‌ ځواکونه وايي،‌ د ۸۲۸ بیسلماخ لوا یوه ډلګۍ یې چارشنبه د رفح ښار 'تل‌السطان' سیمه کې پر ګزمه بوخته وه، چې له درېیو وسله‌والو سره یې نښته راغله او درې واړه ووژل شول.‌

هغه مهال د دې نښتې اړوند کوم ځانګړي څیز د اسرائیلي سرتېرو پام نه دی جلب کړی او ایله د پنجشنبې سهار بېرته د پېښې ځای ته ورستانه شوي‌ دي.‌

دوی د ورمخکې ورځې نښته کې د وژل شویو وسله‌والو د جسدونو څېړنې پر مهال متوجه شوي، چې یو پکې د حماس مشر ته ډېر زیات ورته دی.‌

دوی په دې شک چې چېرته چاودېدونکي توکي ورته نه وي اېښودل شوي، جسدونه له خپل ځایه هېڅ نه خوروي،‌ بلکې پر ځای یې د ګوتې یوه برخه پرې او معایناتو لپاره اسرائيل ته استوي.‌

وروسته د چاودېدونکو توکو د خطر له رفع کېدو سره، د نوموړي جسد له ویجاړیو رابهر او اسرائيل ته لېږدول کېږي.‌

د اسرائيل دفاعي‌ ځواکونو ویاند دانیل هګاري ویلي، "زموږ ځواکونه نه پوهېدل چې هغه دلته دی، خو خپلو عملیاتو ته یې دوام ورکاوه".

نوموړی زیاتوي چې ځواکونو یې د ګزمې پر مهال درې وسله وال کتلي چې کور په کور مخ ته ځي،‌ متقابلې ډزې کوي‌ او لږ وروسته سره جلا کېږي.‌

اسرائيل

د عکس سرچینه، IDF

د عکس تشریح، د اسرائیل پوځي قومندانان د سنوار د وژل کېدو د ځای لیدو ته ورغلي

دا سړی چې وروسته مالومه شوه د حماس مشر 'یحیی سنوار' دی، "یوازې یوې ودانۍ کې ننوځي" او د ډرون په وسیله یې د ځای ځایګي له مالومېدو وروسته د ټانک په ډز وژل کېږي.‌

ان یو یرغمل شوی کس هم چې ویل کېدل به چې سنوار یې د انساني‌ډال په توګه له ځان سره ګرځوي،‌ موجود نه و.‌

د ملګرو له کوچني شمېر یې ښکاري چې نوموړي به یا غوښتل پام ور وانه وړي، یا یې ډېر ساتونکي‌ له لاسه ورکړي‌ دي.‌

د اسرائيل دفاع وزیر یواو ګالانت ویلي "سنوار د تېښتې په حال کې او ماته خوړلی مړ شو. هغه د یوه قوماندان په څېر نه،‌ بلکې د یوه داسې کس په څېر مړ شوی چې یوازې د ځان غم ورسره و."

د اسرائيل پوځ لخوا پنجشنبه ناوخته د ډرون په وسیله ځینې اخیستل شوي تصویرونه خپاره شول، چې ویل کېږي تر وژل کېدو مخکې د سنوار وروستۍ صحنه په کې لیدل کېږي.

په ویډیو کې ښکاري، چې ډرون الوتکه د یوې ودانۍ چې ډېره برخه یې نړېدلې د دویم پوړ‌ له کړکۍ دننه ځي او یوه سړي ته، چې کوچ کې ناست او مخ او سر یې په دسمال پوښلي، ورنږدې کېږي.

دغه سړی چې داسې مالومېږي ټپي‌ دی، د ډرون پر لور ظاهرآ یو لرګۍ ورغورځوي او له همدې سره ویډیو پرې کېږي.‌

پر سنوار د کړۍ تنګېدل

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ښکاري چې اسرائيلي ځواکونو د رفح سویل کې پر سنوار کړۍ تنګه کړې وه او کرار کرار یې نیولو ته ورنږدې کېدل.‌

دوی له تېرو څو اوونیو راهیسې په پرله پسې ډول هغو سیمو کې ګزمې کولې، چې د نوموړي د موجودیت اطلاعات پکې وو.‌

داسې برېښي چې پخپله سنوار به هم له شک پرته د محمد ضعیف او اسماعیل هنیه په څېر د حماس د نورو مشرانو له وژل کېدو سره د اسرائيل لخوا ډېرېدونکی فشار محسوس کړی‌ وي.‌

په هره توګه، د هغه مړینه د جګړې پای ته رسېدو په مانا نه ده.